د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د یکشنبې د ورځې په ماښام په یوه لنډ تلویزیوني پیغام کې ، دولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کیدو په اړه ملت ته مبارکي وویله.

ده ددغې ورځې قربانیانو ته تسلیت وړاندې کړ او قربانیانو اراده یې وستایله.

ده په خپل پیغام کې وویل:

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین د ولسي جرګې د انتخاباتو په بهیر کې د زورواکو مداخله د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، په ځینو مرکزونو کې يې هڅه کړې چې د رأیو صندقونه د ځانونو په ګټه ډک کړي.

د دغه کمېسیون رئيس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې، سربېره پر دې چې د میزان په ۲۸ مه یې د رأیو ورکولو د ځینو مرکزونو د تړل کېدو خبره وکړه، ټینګار یې هم وکړ چې دغه صندقونه به په جدي توګه وڅېړل شي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

نوموړي وویل:

"په اکثرو ځایونو کې زورواکو غوښتي چې د رأیو ورکولو مرکزونو ته ننوځي او هڅه یې کړې چې د بایومیټریک سېستم چې روڼتیا رامنځته کوي، ونه کارېږي، پر کارکوونکو یې فشار راوستی چې اجازه ورکړي چې د بایومیټریک له سېستمه پرته رأیې واچوي، ان شاءالله دغه صندقونه به په دقیقه توګه بررسي او باطل به اعلان شي."

ښاغلي صیاد دا خبره د هغو ۲۵۳ تړلو مرکزونو په اړه چې د میزان په ۲۸ مه تړلي وو، د خبر ورکولو پر مهال وکړه.

ده وویل، د ځینو نیمګړتیاو له امله ونه توانېدل چې په دغو مرکزونو کې چارې په ښه توګه مدیریت شي.

ده وویل، د ۴۰۱ تړلو مرکزونو له جملې د رأیو ورکولو په دوهمه ورځ د رأیو ورکولو ۲۵۳ مرکزونه بېرته شول او نور يې د لوړو امنیتي ګواښونو له امله تړلي پاتې شول.

د ده په خبره چې د ځینو مرکزونو د تړل کېدو د یوشمېر لاملونو ترڅنګ بل لامل د رأیو ورکولو په لومړۍ ورځ انتخاباتي پروسې ته د یو شمېر روزل شویو ښوونکو نه حاضرېدل هم وو.

ده وویل، د فعالو مرکزونو د رأیو د شمېر په اړه وویل، د رأیو شمېرنه په سلو کې ۸۰ بشپړه شوې او شل فیصده به یې د نن ورځې تر پایه هم بشپړه شي.

ده زیاته کړه چې له ولسوالیو د ولایتونو مرکزونو او له دغو مرکزو کابل ته د رأیو د صندقونو لېږد پیل شوی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې. د میزان په ۲۸مه څه باندې درې میلیونو کسانو رأيې ورکړې دي.

په ورته وخت کې د دغه کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي د انتخاباتو په پروسه کې ځینې نیمګړتیاوې ومنلې، خو ټینګار يې وکړ چې رسېدنه به ورته وشي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ یا فیفا انتقاد کوي چې دغه کمېسیون پرته له تیاریو د انتخاباتو بهیر پیل کړ او لازم مدیریت یې ترې هم ونه شو کړای.

یوسف رشید
یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید وویل:

"فیفا د یوازني بنسټ په توګه د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې که اماده ګې نه لري، نو انتخابات دې لس ورځې وځنډوي، خو په خواشینۍ سره چې کمېسیون د تیارۍ ژمنه وکړه، دوی د دستګاو په لېږدولو کې ستونزه لرله، نن هم په ځینو ځایونو کې دوی انتخاباتو ته چمتو نه وو."

خو کمېسون وايي، ځیني کسان غواړي چې د پروسې په اړه د خلکو ذهنونه ګډووډ کړي.

دوی وايي، انتخابات يې په بري سره ترسر ه کړل او خلکو پکې هم پراخ ګډون وکړ.

راپور: خان محمد سیند

د کندهار د والي مرستیال حاجي اغا لالی دستګیري وايي، د کندهار ولایت مقام د خونړۍ حملې طراح کوونکي دوه تنه وو چي یو ووژل شو او دوهم یې پاکستان ته تښتېدلی دی.

دستګیري له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې حمله کوونکي د بهرنیو ځواکونو له خوا ځای پر ځای ووژل شول او دوهم کس پنځلس ورځې مخکې خپله کورنۍ پاکستان ته لېږدولې او پخپله هم تر پېښې نیم ساعت مخکې تښتېدلی دی.

ښاغلي دستګیري د مرکې په پیل کې د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني ته د پېښې کیسه کوي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:33 0:00
مستقیم لېنک

د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې چې نن یې د دوهمې ورځې لپاره هم دوام وکړ، د بې نظمیو ګڼ راپورونه ورکړل شوي.

د انتخاباتو ډېری څارونکې ټولنې او د کاندیدانو استازي وايي چې د رأیې ورکوونکو له نوملړه نیولې، د بایومټریک وسیلو په کارولو کې تر نیمګړتیا پورې ګڼې ستونزې یې لیدلې دي، خو جالبه دا ده چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل وايي چې د همدې بې نظميو له کبله دا هم د رأیو ورکولو له حقه بې برخې شوه.

په دې اړه احمدتکل له مېرمن حقمل سره مرکه کړې ده.

مېرمن حقمل په پیل کې د رأیې ورکولو په هغه مرکز کې چې دې پکې نوم لیکلی و، خپل د سترګو لیدلی حال بیانوي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:55 0:00
مستقیم لېنک

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG