د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

تازه معلومات

له کابل ښار نه د ازادي راډیو خبریالان وايي چې د سهار اته بجې لا هم د ښار په ځینو سیمو کې د رايي ورکولو مرکزونه د خلکو پر مخ نه دي پرانیستل شوي.

دوی وايي، خلک له خپلو کورنو راوتلي خو په سیمو کې اړوند سایټونه پر مخ نه دي پرانیستل شوي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي و چې انتخاباتي سایټونه به پر اووه بجې د خلکو پرمخ پرانیستل شي.

ولسمشر غني د خپلې رایې تر کارولو وروسته ولس ته په وینا کې د انتخاباتو مبارکي وویل.

ښاغلي غني د کابل په اماني لیسه کې پر ټاکل شوي وخت یعنې د سهار پر اوو بجو د رایې تر کارولو وروسته د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون او افغان امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د دغې پروسې په برخه کې هڅې وکړې.

ښاغلي غني د ولسي جرګې انتخابات د حکومت له لویو لاسته راوڼو وبلل او زیاته یې کړه چې یو شک او تردید په یقین، انتقاد په همکارۍ، بې باوري په باور بدل شو.

ښاغلي غني د ولسي جرګې له ټولو کاندیدانو نه هم مننه وکړه چې ځانونه یې کاندید کړل او خلک یې رای ورکولو ته راوبلل.

نوموړي زیاته کړه چې انتخاباتي مواد هم پر خپل وخت د افغان امنیتي سرتېرو په وسیله ټول افغانستان ته رسېدلي.

ښاغلي غني له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي.

غني وویل چې له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې نن انتخابات تر سره کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د کندهار انتخابات به یوه اوونۍ وروسته تر سره شي خو د غزني د انتخاباتو نېټه به وروسته معلومه شي.

د کابل پکتیا کوټ کې د رأی ورکولو مرکز لا نه‌دی پرانېستل شوی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

په کونړ کې د رایه ورکونې لړۍ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:10 0:00

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG