د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۵

ویسا: بالاخره د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې ډېری مطالب د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه چاپ کړي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغانانو یو ځل بیا ثابته کړه چې ولسواکۍ ته ژمن دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، خلک د ولسواکۍ پر ارزښتونو د ولاړ نظام د پایښت لپاره د هر راز ترهګریزو بریدونو او تاریخي قسم خوړلي دښمن له ګواښونو سره بیا هم راووتل او په پوره زړورتیا سره‌یې په پارلماني ټاکنو کې د سترو قربانیو په منلو سره ګډون وکړ.

ورځپاڼه لیکي:

دې دا په ثابته کړه چې افغانان د هر ډول زور او جبر او یا هم د ترهګرۍ پر ضد درېدلي او له دغو پدیدو کرکه لري.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حواله لیکلي، که څه هم د وطن دښمنانو د افغانستان د مشروع او د خلکو پر رأیو د ولاړ نظام سره د مخالفت له مخې وغوښتل چې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په وړاندې ګواښونه وکړي، خو افغان ولس په خپل پراخ ګډون سره دوی ته ښه ځواب ورکړ.

په مطلب کې د ښاغلي عبدالله په حواله دا هم راغلي چې که څه هم د بشپړ امنیت تضمین ستونزمن دی، خو د انتخاباتو د امنیت لپاره ټولې هڅې شوې وې.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطب کې د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ په حواله لیکلي چې د انتخاباتو پر مهال د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په کارونو کې نیمګړتیاوې یوازې په عذر غوښتلو نه‌خلاصېږي.

په مطلب کې راغلي چې د دغه کمېسیون رئیس یوسف رشید ویلي، د یاد کمېسیون ناسم مدیریت د دې لامل وګرځېد چې ډېری خلک خپله رأیه ونه‌کاروي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیستم نه د استفادې په برخه کې د لازم چمتووالي د نشتوالي له امله یاد سیستم د اسانتیاوو برابرولو پر ځای د ولسي جرګې د انتخاباتو په وړاندې ستونزې جوړې کړي.

دنیا دغه‌شان په خپل یو بل مطلب کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون په حواله لیکلي چې د انتخاباتو په ورځ له زرو نه زیات د رأی ورکونې مرکزونه تړلي وو او خلک دوی ته په نږدې محلونو کې د رأی ورکولو له حقه محروم شول.

زورواکو د انتخاباتو په پروسه کې مداخله کړې.

په مطلب کې د یاد کمېسیون د مشرې سیما سمر په حواله راغلي چې په انتخاباتي محلونو کې ستونزې او سرغړونې موجودې وې چې د انتخاباتو کمېسیون باید په شعار ورکولو سره پرې سترګې پټې نه‎کړي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس په حواله په خپل یو مطلب کې لیکلي چې زورواکو د انتخاباتو په پروسه کې مداخله کړې، خو په مطلب کې ویل شوي چې نوموړي د کومې خاصې ډلې یا شخص نوم یاد نه‎کړ.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

«بالاخره د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول.»

خو ورځپاڼه لیکي:

  • دا چې موږ څه ډول ولسي جرګه ولرو؟
  • څومره به د ولس رأیې د وکیلانو په انتخاب کې رول ولري؟
  • ولس ته به‌یې پایلې د منلو وړ وي که نه؟
  • راتلونکې ولسي جرګه به هغه مشروعیت ولري او که نه؟

دا هغه پوښتنې دي چې سمدستي ورته ځواب ویل له وخته مخکې دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG