د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

اکبري: امنیتي ځواکونو د بلخ د چهاربولک د ۱۴ ټاکنیزو مرکزونو امنیت تأمین نه‌کړ


په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسؤلان وايي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د ټاکنو د ۱۴ مرکزونو د امنیت د تأمینولو په خاطر د بلخ امنیتي ځواکونو ورسره همکاري نه‎ده کړې او منفي ځواب‌یې ورکړی دی.

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر محمد ظاهر اکبري وايي چې له ۳۱۵ ټاکنیزو مرکزونو څخه په ۲۸۰ مرکزونو کې خپلو د رأی کارونې سټیکرونه اخیستي وو چې له دې ۲۸۰ مرکزونو څخه ۲۷ مرکزونه د ناامنۍ او محلي زورواکو د مداخلې له وجهې د انتخاباتو په ورځ بند وو.

ښاغلي اکبري وویل:

"له ۲۸۰ مرکزونو څخه په ۲۴۶ مرکزونو کې انتخابات ترسره شول، اووه مرکزونه د محلي زورواکو او قومي مشرانو د مداخلې او امنیتي ګواښونو له امله وتړل شول او همداراز په مجموعي توګه په ۲۷ مرکزونو کې خلکو رأیې ونه‌کارولې او بند وو."

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر وايي چې تر ټولو لږه رأیه د چهاربولک ولسوالۍ خلکو استعمال کړه.

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر محمد ظاهر اکبري
د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر محمد ظاهر اکبري

د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر په خبره چې دوی هڅه وکړه، د میزان په ۲۹مه نېټه د چهاربولک ولسوالۍ په ۱۴ انتخاباتي مرکزونو کې ټاکنې ترسره کړي، خو د بلخ امنیتي ځواکونو ورسره همکاري ونه‎کړه او د امنیت د تأمینولو په اړه‌یې منفي ځواب ورکړ.

ښاغلي اکبري زیاته کړه:

"جګړه وشوه، امنیتي ګواښونه په لوړه کچه وو، په چهاربولک ولسوالۍ کې خلک ډېر لږ وو. د کمېسیون فیصله دا وه چې د چهاربولک په ۱۴ مرکزونو کې د بیا ځل لپاره انتخابات وشي، خو متاسفانه چې امنیتي ځواکونو موږ ته مثبت ځواب رانه‎کړ او په چهاربولک کې یې د مرکزونو د خوندي ساتلو په اړه معذرت وغوښت."

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر محمد ظاهر اکبري وايي چې په‎دې ولایت کې د قومي مشرانو او محلي زورواکو د مداخلې له امله دوه ټاکنیز مرکزونه د انتخاباتو په ورځ بند شول او څلور نور مرکزونه د ناڅاپي ناامنۍ په رامنځته کېدو سره وتړل شول.

د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر په خبره چې د پارلماني ټاکنو په ورځ دې ولایت کې د یوه نوماند څلور ناظران د نامعلومو کسانو له‎خوا ووژل شول او یو تن په شولګره ولسوالۍ کې په ټاکنیز مرکز کې د ماین چادنې له امله له‌منځه ولاړ.

په همدې حال کې د بلخ امنیه قوماندان اکرم سامع ادعا کوي، په پلان شویو سیمو کې دوی د میزان په ۲۸مه د انتخاباتي مرکزونو امنیت تأمین کړ او ټاکنې ترسره شوې، خو د میزان په ۲۹مه د ټاکنیزو مرکزونو د پرانیستلو غوښتنه د نا امنۍ له امله رد شوه.

د بلخ امنیه قوماندان په‎دې اړه وویل:

"کومې سیمې چې زموږ په پلان کې شاملې وې د ملي امنیت او ملي اردو ځواکونو سره په ګډه امنیت ورته تأمین شو چې په‎کې ټاکنې ترسره شوې. په ځینو نورو سیمو کې چې کمېسیون د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه هلته ګواښونه لوړ دي او د پخوانۍ ارزیابۍ له مخې هغه مرکزونه تړل شوي اعلان شوي دي."

په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یکشنبې په ماښام د بلخ په مرکزي محبس او په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د ټاکنو دوه محلونه پرانیستل چې رأی ورکوونکو د خپلې خوښې نوماند په وړاندې رأیه وکاروله.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‎زی

XS
SM
MD
LG