د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

عبدالله عبدالله د جنرال رازق په وژنه کې د غوڅ ملاتړ مأموریت لاس لرل رد کړل


د افغان حکومت اجرائیه رئیس هغه اوازې ناسمې بولي چې ګوندې د جنرال رازق په وژل کېدو کې د غوڅ ملاتړ مأموریت لاس دی.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۳۰» د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا شان اوازې د دښمن ژرندې ته اوبه ورکول دي.

نوموړی وايي:

"په‎دې اړه اوازې چې دا عمل د غوڅ ملاتړ مأموریت له‎خوا شوی، فکر کوم چې دا د دښمن ژرندې ته اوبه ورکول دي، د افغانستان د خلکو دښمنان که په افغانستان کې دننه یا هر هېواد کې چې دي، څوک چې د طالبانو ملاتړ کوي، طالبانو ته ځای ورکوي او فعالیتونه‌یې توجیه کوي، د جنرال رازق دښمنان دي، د کورنۍ دښمنان‌یې دي او د افغانستان د ټولو خلکو دښمنان دي."

ښاغلي عبدالله جنرال عبدالرازق خپل نږدې ملګری او د هېواد یو رښتینی بچی یاد کړ او ویې‌ویل چې ډېر ژر به کندهار ته ولاړ شي او د نوموړي د فاتحې په مراسمو کې به‌یې ګډون وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د پنجشنبې په ورځ د کندهار د والي په دفتر کې په ډزو ووژل شو.

چارواکي وايي، د کندهار د والي یوه ساتونکي وروسته له هغه ډزې پیل کړې چې د کندهار سیمه‎ییز چارواکي له یوې امنیتي غونډې وروسته د راوتو په حال کې و.

په غونډه کې جنرال مېلر هم ګډون کړی و، خو هغه ته زیان نه‎دی اوښتی.

عبدالله جنرال عبدالرازق خپل نږدې ملګری او د هېواد یو رښتینی بچی یاد کړ.

جنرال سکاټ مېلر تر دغې پېښې وروسته رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دی هدف نه‌و.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت بیا په یو ټویټر پیغام کې د جنرال مېلر په حواله ولیکل چې نوموړی د دې پېښې له کبله د افغانستان ټولو خلکو ته تسلیت وايي.

خو دا چې په دغه پېښه کې د کندهار امنیه قوماندان او د امنیت رئیس ووژل شول او کندهار والي ټپي شو، خو جنرال سکاټ مېلر ته هېڅ زیان ونه‌رسېد له خلکو سره پوښتنې پیدا شوي او داسې اوازې خپرې شوي چې ګوندې د غوڅ ملاتړ مأموریت په دغه پېښه کې لاس درلود.

خو اوس د افغان حکومت اجرائیه رئیس دغه اوازې ناسمې ګڼي او ردوي یې.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د یوه امریکايي پوځي افسر ډېوېډ بوټلر له خولې چې د کندهار د پېښې پر مهال دغلته موجود و، وايي چې د ډزو پر مهال د بریدګر له هدف روښانه وه چې هدف‌یې عبدالرازق و او امریکايي جنرال چې همالته نږدې ولاړ و، هدف نه‌و.

وسله‎والو طالبانو بیا د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې هدف‌یې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ناټو قوماندان سکاټ مېلر و.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس وايي، د دوی د موندونو له مخې، حمله کوونکي له حملې پنځلس دقیقې وړاندې له پولې اخوا دوه نیمې دقیقې په ټيلیفون خبرې کړې دي او د حملې په اړه يې دستور اخیستی دی.

ښاغلي ستانکزي په کندهار کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې حمله کوونکي په جعلي تذکره او بدل نوم له امنیتي چک پرته په ولایت کې د ساتونکي دنده اخیستې وه.

ښاغلي ستانکزي ویلي چې دا لومړنۍ څېړنې وې او په دې اړه نور تحقیقات هم جریان لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی غلام سخي مشواڼی وايي چې باید په‎دې اړه دقیقې څېړنې وشي.

ښاغلی مشواڼی زیاتوي:

"دا واضح نه‎ده او په‎کار ده چې هر اړخیزې څېړنې وشي، هم ولس ته معلوم شي هم د هغه کورنۍ او هم د افغانستان خلکو ته چې دا کار چا کړی دی."

ښاغلی مشواڼی ټینګار کوي، که سمې څېړنې ونه‌شي کېدای شي چې په ډېرو مهمو ځایونو کې ورته نورې پېښې هم رامنځته شي.

په کندهارکې دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې تر هغې یوه ورځ مخکې په څنګ ولایت هلمند کې هم د ولسي جرګې لپاره کاندید عبدالجبار قهرمان د نوموړي د انتخاباتي کمپاین په دفتر کې په یوه پېښه کې ووژل شو.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG