د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

جلالي: د کندهار پېښه باید د ټاکنو په وړاندې خنډ ونه ګڼل شي


ولسمشر اشرف غني د کندهار د امنیه قوماندان له وژل کېدو وروسته خلکو ته ډاډ ورکړی چې په دې ښار کې به وضعیت ډېر ژر بیا عادي شي.

جنرال رازق پرون پنجشنبه د کندهار د والي په دفتر کې په ډزو ووژل شو.

چارواکي وايي، د کندهار د والي یوه ساتونکي وروسته له هغه ډزې پیل کړې چې د کندهار سیمه ییز چارواکي د انتخاباتو د امنیت په اړه د بحث لپاره له یوې غونډې د راوتو په حال کې وو.

په غونډه کې د ناټو او امریکا د پوځي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ګډون کړی و، خو هغه روغ رمټ دی.

له دې پېښې وروسته د کندهار ښار د امنیت، د انتخاباتو د امنیتي ننګونو او ستونزو په اړه احمدتکل د افغانستان د کورنیو چارو له پخواني وزیر علي احمد جلالي سره مرکه کړې ده.

ښاغلی جلالي د خپلو خبرو په پیل کې وايي چې د کندهار پېښه باید د انتخاباتو د ترسره کولو په وړاندې خنډ ونه ګڼل شي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:28 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG