د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۴۷

جنرال رازق څوک او څنګه د یوه بریالي قوماندان په توګه مطرح شو؟


څلويښت کلن جنرال عبدالرازق د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په منصور کلي کې زېږدلی و، خو د ژوند ډېره برخه يې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ او د مهاجرت پرمهال د پاکستان په بلوچستان کې تېره کړې وه.

د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته، قوماندان رازق د کندهار په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو د قوماندان په توګه دنده پیل کړه.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې چې کله کندهار ناامنه شو او د طالبانو نفوذ تر کندهار ښاره ورسېد، قوماندان رازق د وسله والو طالبانو پرضد پراخ عملیات تر سره کړل.

جنرال عبدالرازق په کندهار کې د طالبانو په مخنیوي کې ډېر مهم رول ولوباوه او په دې توګه نوموړي د ۲۰۱۱ میلادي کال په پای کې د کندهار د پخواني امنیې قوماندان خان محمد مجاهد تر وژل کېدو وروسته، د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ تر څنګ، د کندهار د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو.

قوماندان رازق د ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د کندهار په امنیت کې د خپل بریالیتوب راز د خلکو پراخه همکاري بللې او ویلي یې دي:

"کوم وخت چې زه کندهار ته راغلم، په امنیتي ارګانونو کې د کندهار د ځوانانو فیصدي صفر وه، په ګرده کندهار کې زموږ ۷۰ کسه ضابطان وو چې ۱۳ يې د کندهار وو، اوس دوه ويشت کسه تعلیم یافته ظابطان لرم چې دا د خلکو همکاري وه."

پر قوماندان رازق شااوخوا ۳۵ حملې وشوې چې دی ترې روغ وتلی و او یوازې په یوه ځان وژونکې حمله کې سخت ټپي شوی و.

ده خپله ویلي:

"تر پنځه دېرشو ډېرې حملې را باندې شوي، داسې چې موټر مې په راکټ لګېدلی، داسې چې موټر مې پر بم لګېدلی، په کمین کې راګېر شوی یم او انتحاري حملې را باندې شوي دي."

جنرال عبدالرازق سره له دې چې د وسله والو طالبانو سرسخته دښمن بلل کېده، په ورستیو درېیو کلونو کې يې له مرکزي حکومت سره اړیکې ښې نه وې.

په ۲۰۱۴ میلادي کې وروسته تر هغه چې قوماندان رازق خپلو سرتېرو ته په جګړه کې د نیول شويو وسله والو طالبانو د وژل کېدو امر وکړ، پر دغه جنرال د شخصي زندانونو د لرلو او د مخالفینو د شکنجه کولو تورونه پورې شول.

نوموړي دغه راز یوه اوونۍ مخکې خپلو سرتېرو ته وویل چې پر ډیورند کرښه د اغزن سیم لګولو ته اجازه نه ورکوي.

جنرال رازق په لوبو کې فوټبال خوښاوه، له نوموړي درې ښځې، شپږ زامن او اووه لوڼې پاتې شوي.

د پنجشنبې په ورځ د هغه تر وژل کېدو څو ساعته وروسته د کندهار د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو له مرکزي حکومته وغوښتل چې د نوموړي کشر ورور تادین د کندهار د امنیې قوماندان په توګه وټاکي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG