د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

د کندهار د تېرې ورځې د پېښې په اړه نړیوال غبرګونونه!


د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق برید په هېواد کې دننه د چارواکو او خلکو له خوا سخت غبرګونونه وښودل شول.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس د جمعې په ورځ وویل چې د جنرال رازق وژل کېدل به د کندهار په امنیتي وضعیت کې د پام وړ بدلون رانه ولي.

جنرال رازق
جنرال رازق

مټېس چې په سنګاپور کې د یوې امنیتي غونډې په حاشیه کې خبرې کولې، وویل چې رازق یو وطنپال افغان و.

نوموړي وویل:

"یو وطنپال له لاسه ولاړ، خو موږ به په قاطعیت سره د افغانانو په مشرۍ د افغانانو پخلاینې ته ژمن پاتې شو، موږ باید معلومه کړو چې دا کار چا کړی، خو اوس مهال د انتخاباتو پر لور روان یوو او موږ به د افغانستان د خلکو دفاع ته دوام ورکړو."

مټېس وویل، ده جنرال رازق ته نېږدې افسران لیدلي او پوهېږي چې افغان امنیتي ځواکونه څنګه پاخه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د ده په نظر، د جنرال رازق مړینه به په کندهار کې د جګړې په ډګر کې کوم ځانګړی اغېز ونلري.

ماټېس وویل، د افغانستان لپاره دا یوه دردوونکې پېښه ده، خو دی فکر نه کوي چې عملاً به په اوږدمهال کې کوم ناوړه اغېز ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په یوه بیان کې په کندهار کې پرونۍ حمله په کلکه غندلې او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ټوېټر په یوه پیغام کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له قوله لیکلي چې وايي، ده خپل او د افغانستان یو ډېر ښه دوست او وطنپال افغان له لاسه ورکړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د جنرال رازق د وژنې په ګډون، د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په درشل کې وروستۍ حملې وغندلې.

امنیت شورا پرون شپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له مقر څخه په یوه بیان کې وویل چې د غونډې ګډونوالو د انتخاباتو د امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د انتخاباتو د ګډوډولو په مقصد ګواښونه او تشدد به ونه زغمي.

د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو هم د جنرال عبدالرازق پر وژنه خواشیني څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې پرون له پېښې وروسته خپور شو، ویلي، پاکستان دا ترورېستي حمله چې په نتیجه کې یې د کندهار جګپوړي امنیتي چارواکي مړه او ټپیان شوي دي، په کلکه غندي.

بیان له افغانانو سره د خواخوږۍ د ښودلو ترڅنګ د افغانستان له ډموکراتیک بهیر څخه د پاکستان پر ملاتړ هم ټینګار کوي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه هم دا حمله غندلې ده.

جنرال باجوه پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې دی هیله مند دی چې افغان او نور ځواکونه به په افغانستان کې د اوږدې جګړې په ختمولو کې بریالي شي.

باجوه زیاتوي چې د افغانستان سوله د سیمې د سولې لپاره مهمه ده.

ایران هم د جنرال رازق وژنه غندلې ده.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي نن جمعه په یو بیان کې د دې پېښې له کبله له افغان حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او په افغانستان کې د ملي ډیالوګ د پیل او د تشدد د ختمولو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

پخواني معلومات:

په کندهار کې د دې ولایت پر امنیه قوماندان او نورو چارواکو برید په نړیواله کچه غندل شوی دی.
په دې لړ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې تر انتخاباتو مخکې وروستي بریدونه غندلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل، د دې شورا غړي هېوادونه په افغانستان کې د انتخاباتو لپاره امنیت مهم بولي او د دې انتخاباتو د ګډوډولو ګواښونه ورته د منلو نه دي.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د کندهار د ولایت په ودانۍ کې شوی برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خوا خوږي ښودلې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم دا برید غندلی دی.

د نوموړي له دفتره یوې خپرې شوې خبرپاڼې دا د سولې د دښمنانو کار بللی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور هم پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د پاکستان لوی درستیز دا حمله غندي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي هم پر خپل ټوېټر د کندهار پېښه غندلې ده.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټېس نن جمعه ویلي چې د کندهار د امنیه قوماندان وژل کېدل به د دغه ولایت پر امنیت کې کوم اساسي بدلون رانه ولي او نه به دغلته د امریکايي ځواکونو په ماموریت کې بدلون راشي.

جنرال عبدالرازق
جنرال عبدالرازق

چارواکي وايي، د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس پرون هغه مهال د والي د یوه ساتونکي په ډزو کې ووژل شول، کله چې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د یوې امنیتي غونډې وروسته له غونډې د وتلو په حال کې وو.

XS
SM
MD
LG