د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۱۰

سرچینه: د کندهار په پېښه کې جنرال رازق او د ملي امنیت رئیس وژل شوي


ولسمشر اشرف غني نن ماښام په یوه وینا کې د کندهار په حمله کې د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت د رئیس جنرال مومن حسین خېل مړینه تأیید، خو د والي زلمي ویسا د برخلیک په اړه یې څه ونه ویل.

مخکې له دې سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په مړو کسانو کې ښاغلی ویسا هم شامل دی، خو د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتي معین اختر محمد ابراهیمي څو شېبې مخکې په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ښاغلی ویسا ټپي شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

په ننني برید کې د ملي ټلویزیون فلم اخیستونکی سلیم انګار هم وژل شوی دی.

په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو ویاند دیو بوټلر پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د کندهار په پېښه کې ۳ تنه امریکايي پوځیان هم ټپیان شوي، خو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ته په ډزو کې زیان نه دی اوښتی.

د راپورونو له مخې، ډزې نن ماسپښین یوه افغان سرتېري د کندهار د والي په دفتر کې وکړې.

د کندهار ملکي او پوځي چارواکي د والي په دفتر کې له جنرال مېلر سره د کتنې لپاره راغونډ شوي وو چې دا پېښه وشوه.

د دې حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.

ولسمشر غني د پېښې په اړه په لنډه وینا کې وویل چې د کندهار د وضعیت د کنټرول لپاره نن شپه د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ځیني جګپوړي چارواکي او کومانډو ځواکونه کندهار ته استول کېږي.

پخواني معلومات:

د کندهار مرستیال والي حاجي اغالالي دستګري ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار په نننۍ پېښه کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رئيس عبدالمؤمن حسن خېل او د ملي راډیو ټلوېزیون کمره مین سلیم خان وژل شوي دي.

ښاغلي دستګري زیاته کړه چې د کندهار والي زلمی ویسا په ټپي حالت کې په کندهار د امریکایانو پوځي روغتون ته انتقال شوی چې تر دامهاله یې د مرګ او ژوند په اړه معلومات نسته.

په دغه پېښه کې د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د ولسي جرګې انتخاباتو د امنیت په اړه د کندهار امنیتي چارواکو او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر ترمنځ تر غونډې وروسته د خدای پامنۍ پرمهال رامنځته شوې ده.

دستګري زیاته کړه چې ډزې د کندهار والي یوه ساتونکي کړي چې وروسته د نورو سرتېرو لخوا وژل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر که څه هم د کندهار پېښه تائیدوي خو په اړه له جزئیاتو بې خبري ښيي.

وېس احمد برمک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا پېښه شوې خو زه نشم کولای تاسو ته معلوماتو درکړم، سیمه کلابنده ده،يو شمېر بهرنیان هم هلته دي، موږ ته ویل شوي چې د امینې قوماندان دی، والي صاحب دی، د امنیت رئیس او دوه درې تنه نور همکاران ټپيان دي."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د جنرال پر وژنې خواشینې ښودلې.

ښاغلي عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ویلي «‏‎جنرال رازق له څو کلونو راهیسې ما له نېږدې پېژاند یو زړور، په هېواد او خلکو مین او حلیم انسان و چې هېڅکله یې ماتې نه منله،د هغه یوازینۍ هیله د خلکو ارامښت، سوکالي او هوساینه وه، ​‏د هغه شهادت نه جبرانېدونکې پېښه ده چې ټول افغانان یې متاثره کړل.​»

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف هم د جنرال رازق پر وژنې خواشینې ښودلې.

ښاغلي اتمر پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي:«لومړنیو خبرونو سخت خواشینی کړی یم او دعا کوم، چې لوی خدای (ج) دې کندهار، د کندهار خلک او زموږ د وطن اصیل بچیان په امن او سلامتیا کې ولري.»

وسله والو طالبانو د حملې مسئولیت اخیستی دی.

وسله والو طالبانو د یوه ځوان عکس يې خپور کړی چې پوځي جامې یې اغوستي او ادعا یې کړې چې په کندهار کې يې د والي په دفتر کې ډزې کړې دي.

وسله والو طالبانو خبریالانو ته یو پیغام استولی او ویلي یې دي چې هدف یې جنرال عبدالرازق اڅکزی او په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکایي قوماندان سکاټ مېلر وو.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل چې په ننۍ حمله کې امریکايي جنرال ته زیان نه دی رسېدلی خو دوه امریکايي عسکر زخمیان شوي دي.

پخواني معلومات

یوې سرچینې په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په نننۍ پېښه کې د جنرال رازق تر څنګ د کندهار والي زلمی ویسا او د ملي امنیت رئیس عبدالمؤمن حسین‌خېل وژل شوي دي.

جنرال عبدالرازق په ۱۳۵۸ کال کې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې زېږدلی و او په ۲۰۰۲ کال د افغانستان په امنتیي لیکو کې شامل شو.

هغه لومړی په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو د یوه کنډق قوماندان وروسته د کندهار، زابل او هلمند ولایتونو سرحدي قوماندان وټاکل شو.

جنرال رازق د ازادي له خبریال سره د مرکې پرمهال
جنرال رازق د ازادي له خبریال سره د مرکې پرمهال

له تېرو ۷ کلونو راهیسې د کندهار امنیه قوماندان و.

ښاغلی رازق په کندهار کې په رئیس مشهور.

جنرال رازق تر دې وړاندې د څو انتحاري حملو څخه روغ وتلی و.

د کندهار والي زلمی ویسا هم په دغه پېښه کې وژل شوی

زلمی ویسا
زلمی ویسا

زلمی ویسا په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان او تر هغه وروسته د پکتیکا والي و چې وروسته د کندهار والي وټاکل شو.

په دغه پېښه کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي چې کره شمېر یې لا تر دې مه معلوم نه دی.

د قاطع ملاتړ ماموریت یوه ویاند ګرانټ نیلي ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه پېښه کې د دوی دوه پوځيان ټپیان شوي خو جنرال مېلر ته زیان نه دی رسېدلی.

وسله‌والو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کار دوی کړی.

پخواني معلومات

یوې امنیتي سرچینې په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د ولایت مقام په نننۍ پېښه کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژل شوی دی.

د نورو رسنیو د راپورونو له مخې په پېښه کې د کندهار والي، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان او یو شمېر نور امنیتي چارواکي هم ټپیان شوي دي.

  • پخواني معلومات

روېټرز اژانس د ځینو سرچینو په حواله وايي چې د کندهار ولایت مقام په ډزو کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ټپي شوی دی.

د کندهار ولایت مقام کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

له کندهار نه د ازادي راډیو خبریال د سرچینو په حواله وايي چې په دغه ډزو کې د کندهار والي ویاند عزیز احمد عزیزي ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کندهار ولایت مقام کې د کندهار سییمه‌ییزو چارواکو او د ناټو عمومي قوماندان ترمنځ غونډه روانه وه.

XS
SM
MD
LG