د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۵ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۰۵

جنرال سکاټ مېلر د کندهار د پېښې له کبله افغانانو ته تسلیت ويلی


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژنې ته د اشارې په ترڅ کې وايي چې ده خپل او د افغانستان یو ډېر ښه دوست او وطنپال افغان له لاسه ورکړی دی.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ټوېټر په یوه پیغام کې د جنرال مېلر له قوله لیکلي چې نوموړی وايي، دی د دې پېښې له کبله د افغانستان ټولو خلکو ته تسلیت وايي.

جنرال رازق پرون د کندهار د والي په دفتر کې په ډزو ووژل شو.

چارواکي وايي، د کندهار د والي یوه ساتونکي وروسته له هغه ډزې پیل کړې چې د کندهار سیمه ییز چارواکي له یوې امنیتي غونډې وروسته د راوتو په حال کې و.

په غونډه کې جنرال مېلر هم ګډون کړی و، خو هغه ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې هدف یې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ناټو قوماندان سکاټ مېلر و.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي پوځي افسر ډیویډ بوټلر له خولې چې د کندهار د پېښې پر مهال دغلته موجود و، وايي چې د ډزو پر مهال د بریدګر له هدف روښانه وه چې هدف یې عبدالرازق و او امریکايي جنرال چې هملته نېږدې ولاړ و، هدف نه و.

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي چې د پاکستان لوی درستیز دا حمله غندي.

ویاند، د لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه له قوله لیکلي دي چې نوموړی وايي، د افغانستان سوله د سیمې د سولې لپاره خورا مهمه ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم دا برید غندلی او د سولې د دښمنانو کار یې بللی دی.

د هند صدراعظم هم په دې برید ژوره خواشیني ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG