د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

دفاع وزارت په تګاب او جغتو ولسوالیو کې د هوايي حملو له امله ملکي تلفات څېړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تګاب او جغتو ولسوالیو کې په وروستیو هوايي حملو کې د ملکي تلفاتو په اړه څېړنه کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د سېپټمبر په ۲۵مه په افغانستان کې په هوايي حملو کې د ملکي تلفاتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړه.

یوناما وویل چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د پېل په شپږ میاشتو کې ۱۴۹ ملکي افغانان په هوايي حملو کې وژل شوي او ۲۰۴ تنه زخمیان شوي دي.

دا د ۲۰۱۷ کال د پېل د شپږو میاشتو په پرتله ۲۵ فیصده لوړ رقم دی.

ملګرو ملتونو وویل چې د میدان وردګ ولایت په جغتو او د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د وروستیو بمباریو له امله ښځې او کوچنیان هم وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد د سېپټمبر په ۲۶مه ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو پېښو په اړه څېړنه کوي.

غفور احمد جاوېد
غفور احمد جاوېد

غفور احمد جاوېد وویل:

"هر اړخېزه څېړنه به وشي، د افغانستان د حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونه نړیوالو قوانینو، اصولو او د خپل رول ادا کولو ته متعهد دي، خو متأسفانه، وسله‎والې ډلې کله نا کله د ملکي خلکو په کورونو کې پټېږي. موږ به په جغتو او تګاب کې د مسایلو په اړه تحقیق وکړو او نتایج به‎یې له تاسو سره شریک کړو."

د ملګرو ملتونو په حواله، په تګاب کې د سېپټمبر په ۲۲مه د یوه ښوونکي پر کور هوايي حمله وشوه چې ۳ ښځې، ۴ کوچنیان او ۲ نارینه په‎کې ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش په کاپيسا کې پر ملکي خلکو د بمبار خبر تأیید کړی و.

رادمنش ویلي و چې حمله د افغانستان او امریکايي ځواکونو د ګډو هوايي عملیاتو په ترڅ کې شوې ده.

هغه هم د څېړنو ژمنه کړې وه.

خو د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ډېوېډ بټلر رسنیو ته ویلي چې امریکايي ځواکونو په کاپیسا کې د افغانستان د امنیتي قواوو د ملاتړ لپاره عملیات کول او یوازې وسله‎وال کسان په‎دې عملیاتو کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سېپټمبر په ۲۳مه په هوايي حمله کې ۱۲ تنه ووژل شول چې ټول ښځې او کوچنیان وو.

په افغانستان کې د پوځي چارو څارونکی محمداګل مجاهد پر حکومت غږ کوي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په پوځي عملیاتو کې دقت زیات کړي.

محمداګل مجاهد زیاته کړه:

"حکومت باید خپل همکاران چې داسې معلومات ورسره شریکوي ښه وپېژني او کوم معلومات چې له خپلو همکاریو سرچینو ترلاسه کوي، ښه وڅېړي، د سیمې له ولسوال سره یې شریک کړي او پر یوه سیمه تر هوايي حملې مخکې باید د هغې سیمې له خلکو سره خبرې وشي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما، ویلي چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو مسوولیت لږ تر لږه ۵۲ فیصده د افغانستان امنیتي ځواکونو او۴۵ فیصده نړیوالو ځواکونو ته ور اوړوي.

یوناما ویلي چې د افغانستان په نورو سیمو کې هم د هوايي حملو له امله د ملکي وګړو د وژل کېدو او زخمیانېدو رپوټونه شته چې په اړه‎یې څېړنه کوي.

ملګري ملتونه وايي، د روان میلادي کال د پېل په ۶ میاشتو کې ۱۶۹۲ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۳۴۳۰ تنه زخمیان شوي.

د دې سازمان په وینا، په شپږو میاشتو کې د دومره زیات شمېر وګړو وژل کېدل او زخمیانېدل په وروستۍ یوه لسیزه کې ساری نه‎لري.

XS
SM
MD
LG