د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په عملیاتو کې له پوره دقته کار اخلي، څو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي.
که څه هم يو شمېر افغان پوځي کارپوهان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د شپې له خوا او په هوايي عملیاتو کې د نه دقت خبره کوي، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په عملیاتو کې د لازم دقت ترڅنګ، د جګړې ټول قوانین هم رعایت کېږي.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوېد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې، ترورېستي ډلې زیاتره وخت د خلکو له کورونو او عامه ځایونو د سپر په توګه استفاده کوي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.
نوموړي وویل:
"د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دې برخه کې له ډېر دقته کار اخلي، ځکه کوم عملیات چې موږ کوو، د خپل ولس د ساتنې او ژوند لپاره یې کوو، زموږ عملیات د ترورېستانو د ځپلو لپاره دي، د عملیاتو پرمهال د جګړې ټول قوانین او اصول په پام کې نیول کېږي."
ښاغلی جاوېد وايي چې ملکي وګړو ته د تلفاتو د اوښتو اصلي لامل د دولت وسله وال مخالفین دي.
دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حمکتیار په کابل کې د يو شمېر سیمو له مشرانو سره په کتنه کې ویلي چې د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې د شپې له مخې وحشیانه عملیات ترسره شوي چې ګڼو بې ګناه خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ښاغلي حکمتیار ویلي چې که دا شان عملیات دوام وکړي، نو خلک به عمومي پاڅون ته اړ شي.
په ورته وخت کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې په دې ورستیو کې ویلي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخینوي په برخه کې د حکومت ستراتيژي ناکامه ده او باید په نویو لارو چارو غور وکړي.
په همدې حال کې د کاپیسا د ولایتي شورا مرستیال محفوظ صافي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې تېره شپه بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات کړي چې په کې ۱۳تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا هوايي او د شپې له خوا عملیات بې ګټې بولي او د بندېدو غوښتنه يې کوي.
له ډلې یې د پوځې چارو کارپوه محمداګل مجاهد وايي چې د عملیاتو پرمهال نه همغږي او دقت نه کول، د دې لامل کېږي چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي.
دی وایي:
"د شپې له خوا چې کوم عملیات د افغانستان په مختلفو سیمو کې کېږي، هېڅ دقت په کې نشته چې له امله یې په تېرو ۱۷ کلونو کې ملکي تلفات لري، دا بیا په افغانستان د خلکو احساسات راپاروي او د دې لامل ګرځي چې خلک د حکومت پر ضد وسله را واخلي."
د ښاغلي مجاهد په خبره، بهرني استخبارات او يو شمېر مغرضې کړۍ هم د عملیاتو پرمهال د غلطو معلوماتو په ورکولو سره ملکي وګړو ته قصدي مرګ ژوبله اړوي، څو خلک د حکومت په وړاندې پاڅون وکړي.
هوايي او د شپې له خوا عملیات هغه دوه جنجالي مسایل دي چې خلک یې تل په اړه انتقاد کوي او بار بار یې د بندېدو غوښتنه کړې ده.
راپور: واصل وصال