د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

د کندهار امنیتي چارواکي: میوند ولسوالۍ کې ۴۷ طالبان وژل شوي


د کندهار امنیتي چارواکي د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ۴۷ وسله‎والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دُراني ازادي رادیو ته وویل چې د صفر درې په نوم افغان ځانګړو ځواکونود تېرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې د کندهار ميوند ولسوالۍ د سره بغل او کانټنر بازار په سيمو کې عملیات کړي چې پر مهال‎يې ۴۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۴۱ نور ژوندي نیول شوي دي.

د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دُرانی
د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دُرانی

دُرانی وايي، امنیتي ځواکونه د هوا له لارې د وسله‎والو پر مرکزونو ښکته شوي او تلفات نه‎لري.

د پوليسو د ویاند په خبره په ترسره شوېو عملياتو کې ملکي خلکو ته زیان نه‎دی رسیدلې او د وسله‎والو طالبانو۳۵ عرادې موټر سایکلونه، وسلې او یو شمېر مهمات هم نیول شوي دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG