د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

واشنګټن پُسټ: زرګونه افغان ملکيان د طالبانو د رژيم له سقوط راهيسې وژل شوي


  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې لیکلي: په يو شمېر هوایي حملو کې د افغانانو د تلفاتو زياتوالي په ملګرو ملتونو کې د خطر زنګ وهلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ټولنې يا يوناما په دغه هيواد کې له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو له مخې د ملکيانو د خونديتوب د ژمنې سره سم عمل وکړي او ملکيان خوندي پريږدي.

د واشنګټن پُسټ په وينا، افغان او امريکایي ځواکونو په دې وروستيو کې پر ملکیانو حملې کړي چې په اړه يې ملګرو ملتونو جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ځايي اوسېدونکو او د هغوی د استازيو په وينا، د کاپيسا او وردک ولايت پر دوو کليو په هوايي حملو کې پنځه ويشت کسان وژل شوي دي.

يوناما ويلي چې د طالبانو پر وړاندي په همدغو سيمو کې د عملياتو پر مهال افغان ځواکونو هوايي حملې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ټولنې يا يوناما په دغه هيواد کې له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو له مخې د ملکيانو د خونديتوب د ژمنې سره سم عمل وکړي او ملکيان خوندي پريږدي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ټولنې يا يوناما په دغه هيواد کې له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو له مخې د ملکيانو د خونديتوب د ژمنې سره سم عمل وکړي او ملکيان خوندي پريږدي

خو د واشنګټن پُسټ په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې دا حملې افغان ځواکونو کړي که امریکايي ځواکونو.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو یوې وياندې ډيبورا ريچارډسن ويلي چې دوی د حملو په اړه ټول معلومات ارزوي.

واشنګټن پُسټ: په يو شمېر هوایي حملو کې د افغانانو د تلفاتو زياتوالي په ملګرو ملتونو کې د خطر زنګ وهلی دی

يوناما ويلي چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې د ۳۵۳ ملکيانو مرګژوبله د هوايي حملو په نتيجه کې ثبت شوې ده چې ۱۴۹ کسان يې وژل شوي دي.

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې ليکلي چې په افغانستان کې زرګونو ملکيان د طالبانو د رژيم له سقوط راهيسي وژل شوي دي چې د دغو تلفاتو لوی شمېر د سخت دريځو د حملو او پاته یې د افغان او نړيوالو ځواکونو د عملیاتو په نتيجه کې رامنځته شوي.

  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي: په داسي حال کې چې افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندي په عملياتو کې پر هوايي قواوو متکي دي، په افغانستان کې د ملکيانو تلفات زيات شوي دي.

د ورځپاڼې په وينا، افغان ځواکونه په تر شلو زياتو ولايتونو کې له سخت دريځو سره په جګړه بوخت دي او هغوی طالبانو د نورو سخت دريځو ډلو ته د ماتې ورکولو لپاره هوايي حملې زياتې کړي دي.

نيويارک ټايمز ليکلي چې ډېری حملې امریکايي ځواکونه کوي خو افغان هوايي قواوې هم داسي حملې کوي.

نيويارک ټايمز : ډېری حملې امریکايي ځواکونه کوي خو افغان هوايي قواوې هم داسي حملې کوي
نيويارک ټايمز : ډېری حملې امریکايي ځواکونه کوي خو افغان هوايي قواوې هم داسي حملې کوي

په مقاله کې راغلي، په تيرو اوونيو کې افغان او امریکايي ځواکونو هره ورځ تر شلو زياتې هوايي حملې کوي.

د نيويارک ټايمز په وينا، د هوايي حملو د زیاتوالي له کبله د ملکيانو د تلفاتو احتمال هم زیات شوی دی.

نيويارک ټايمز : د هوايي حملو د زیاتوالي له کبله د ملکيانو د تلفاتو احتمال هم زیات شوی دی

ورځپاڼه استدلال کوي چې افغان او امریکايي ځواکونه یو ځای د داسي پيښو په اړه ارزونه او مطالعه کوي خو ډېره ستونزمنه ده مشخصه شي چې کومه هوايي حمله چا کړې ده.

نيويارک ټايمز د ملګرو ملتونو شمېرو ته کتلي او ليکلي دي چې هوايي حملې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اووه فیصده مسئولې دي او د پخوا په پرتله، په تلفاتو کې پنځه ويشت فیصده زياتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG