د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمېر غړي وايي، د مخالفینو خلاف د افغان او یا د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباریو کې ملکي خلکو ته نه پاملرنه، غیر قانوني او غیر بشري عمل دی.
دوی د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل په وروستیو دوو اونیو کې د مخالفینو خلاف هوايي بمباریو کې په لسګونو ملکي کسان چې ښځې، سپین ږیري او ماشومان په کې شامل دي، وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي په دې هکله د جرګې د غړیو د اندېښنو له څرګندونو وروسته وویل:
"دا موضوع تېره ورځ هم د وکیل صاحبانو لخوا مطرح شوه، له ځینو خلکو سره ېې ناوړه چلند کړی دی، د دې له امله زموږ یوشمېر هېواد وال شهیدان او ژوبل شوي دي، پرون هم د شهیدانو د کورنیو د مدني مظاهرو شاهدان وو، د حکومت مشرتابه دې ژر تصمیم ونیسي چې د دوی قناعت حاصل او په راتلونکې کې داسې پېښې تکرار نه شي."
دا په داسې حال کې ده چې تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما په خپل یو راپور کې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په کچه کې د تېر کال په پرتله ۵۲ سلنه زیاتوالی ښودلې ده.
د ولسي جرګې غړیو عبیدالله بارکزي او الله ګل مجاهد وویل، په تېرو دوو اونیو کې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو او شیرزادو ولسوالیو او همداشان په لغمان، کاپیسا او میدان وردګو ولایتونو کې په هوايي بمباریو کې په لسګونه ملکي کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دوی وویل، که دغه هوايي حملې د افغان او یا هم د بهرنیو ځواکونو لخوا شوي وي، یو ستر جنایت او دغندنې وړ عمل دی.
دوی ټینګار وکړ چې افغان او بهرني ځواکونه دې د خپلو دا شان بې پلانه، له همغږۍ پرته او د جنګي اصولو خلاف بمباریو په هکله، د افغانستان خلکو ته ځواب ووايي.
په افغانستان کې د غوڅ ماموریت ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل، د ملکي تلفاتو په اړه جدي څېړنې روانې دي.
د پوځي چارو کار پوه وايي، په داسې مواردو کې باید د ځواکونو ترمنځ بشپړه همغږي موجوده وي او له پوره دقت څخه کار واخیستل شي.
د دغو کارپوهانو له ډلې پخواني جنرال عتیق الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل:
"په څرګندو اهدافو کې له بم او راکت نه استفاده کول سم نه دي، هلته باید د الوتکو له ماشیندارو کار واخیستل شي ځکه چې تلفات نه اړوي، بم او راکټ د لویو اهدافو لپاره کارېږي نه دوړو اهدافو لپاره، په نښه کې هم باید دقت وشي او په راپورونو کې هم ."
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان ولسي جرګه په هوايي حملو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي بلکې له دې وړاندې يې هم د ورته حملو له امله ملکي مرګ ژوبله غندلې ده.
په افغانستان کې په هوايي حملو کې ملکي مرګ ژوبله اوسنۍ کیسه نه ده بلکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړي دورې له پیل راهیسي په افغانستان کې په ورته حملو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې تر ټولو زیاته يې د ۱۳۸۷ لمریز کال د سرطان په میاشت کې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې پر یوه واده د ایتلافي ځواکونو شوی هوايی بمبار وو چې له امله يې واده د زلمي او ناوې په ګډون ۴۷ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
راپور: خان محمد سیند