د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۱

بلومبرګ: اندیښنې شته چې طالبان به د انتخاباتو د ګډوډولو هلې ځلې وکړي

  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونې په داسې وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي خبرې را اخیستې دي چې د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ غونډه پرون په نیویارک کې پیل شوه.

دې خپرونې د محمود صیقل په وینا لیکي دي چې افغانستان د طالبانو د شخړو او په را روانو انتخاباتو کې د درغلیو له ګواښونو سره مخامخ دی.

محمود صیقل په نیویارک کې په مرکه کې ویلي دي چې د درغلیو او د رأی ورکولو پرمهال د جدي بې نظمیو وېره شته.

په ملګرو ملتو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل
په ملګرو ملتو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل

د صیقل په باور ښایي شخړې د دې باعث شي چې انتخابات ګډوډ شي.

د افغانستان د ولسې جرګې انتخابات د تلې په ۲۸ او د ولسمشرۍ انتخابات ټاکل شوې دي چې د راتلونکې کال د وري په میاشت کې وشي.

بلومبرګ خپرونې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د تیرې اونۍ غونډې ته هم اشاره کړې ده چې پکې په افغانستان کې پر شفافو او عادلانه انتخاباتو ټینګار وشو.

خو د خپرونې په باور لاهم دې ته اندیښنې شته چې طالبان به د دې ډیموکرات بهیر د ګډوډولو یا بې اعتباره کولو لپاره چې د لویدیځ په ملاتړ ترسره کیږي، هلې ځلې وکړي.

د افغانستان د ولسې جرګې انتخابات د تلې په ۲۸ او د ولسمشرۍ انتخابات ټاکل شوې دي چې د راتلونکې کال د وري په میاشت کې وشي
د افغانستان د ولسې جرګې انتخابات د تلې په ۲۸ او د ولسمشرۍ انتخابات ټاکل شوې دي چې د راتلونکې کال د وري په میاشت کې وشي

د خپرونې په دوام راغلي دي له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د طالبانو رژیم ړنګ شوی دی هر ځل په یو نه یو ډول د شخړو له امله انتخابات اغیزمن شوې دي.

خپرونه د واشنګتن په وودرو ویلسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو د څیړونکي مایکل کوګلمن په وینا لیکي چې په انتخاباتو کې یوه اندازه درغلۍ خامخا کیږي خو لویه اندښنه طالبانو ته ده.

که په ملګرو ملتو کې د افغانستان دایمي استازی راتلونکو انتخاباتو ته اندیښنه لري چې درغلۍ به پکې وشي او یا به طالبان د هغو د ګډوډولو هڅه وکړي.

  • ډیفینس پُسټ

یوه بله خپرونه د ملګرو ملتو په وینا په افغانستان کې خبر ورکوي چې په کاپیسا کې به په یوه کور کې د نهو ملکیانو د وژلو د پیښې تحقیقات وکړي.

ډیفینس پُسټ ان لاین خپرونه لیکي دا پیښه د شنبې په ورځ په تګاب ولسوالي کې شوې ده او ویل کیږي چې وژل شوي کسان د یوه ښوونکي د کور غړي دي.

د یوناما په وینا په دې پیښه کې د یوې بلې کورنۍ شپږ تنه ټپیان شوې دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډیویډ بټلر وايي، افغان پلیو ځواکونو د تګاب په جګړه کې له دوی څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه او هوایي ځواکونو هغه وسله وال په نښه کړل چې پر افغان ځواکونو یې ډ‌زې کولې.

روان کال په افغانستان کې وروسته تر دې ملکي تلفات زیات شوې دي چې افغان او امریکایي ځواکونو د طالبانو او داعش پرضد د هوا له لارې بریدونه زیات کړې دي
روان کال په افغانستان کې وروسته تر دې ملکي تلفات زیات شوې دي چې افغان او امریکایي ځواکونو د طالبانو او داعش پرضد د هوا له لارې بریدونه زیات کړې دي

یوناما ویلي دي چې له افغان او امریکایي ځواکونو سره یې د دې پیښې د تحقیقاتو لپاره اړیکي نیولي دي.

ډفینس پُسټ خپرونه د دوشنبې په ورځ د میدان وردک ولایت پیښې ته هم اشاره کوي او د ولایتي شورا د یوه غړي احمد جعفري په وینا لیکي چې د دوشنبې په ورځ په جغتو ولسوالي کې هوایي بمبارۍ د یوې کورنۍ دولس غړي وژلي دي، خو د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمان منګل وایي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې راپور نه لري او په دې عملیاتو کې تر ۴۰ ډیر طالبان وژل شوي دي. د جغتو د پیښې په اړه امریکایي ځواکونو لاهم نظر نه دی څرګند کړی.

خپرونه لیکي چې روان کال په افغانستان کې وروسته تر دې ملکي تلفات زیات شوې دي چې افغان او امریکایي ځواکونو د طالبانو او داعش پرضد د هوا له لارې بریدونه زیات کړې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG