د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

د کابل امنیه قومانداني: کشفي او استخباراتي ادارې د پرونۍ حملې په اړه څېړنې کوي


د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې کشفي او استخباراتي ادارو د کابل ښار د تېرې ورځې د خونړۍ پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل کړې دي.

امنیه قوماندانۍ وايي، دښمن جنګي تاکتیکونه بدل کړي او هڅه کوي چې په خلکو کې د وېرې او کرکې خپرولو په هدف په ښوونیزو مرکزونو، جوماتونو او تکیه‌خانو حملې وکړي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۵» ازادي راډيو ته وویل چې د دا ډول حملو د مخنيوي لپاره ځانګړي او تازه پلانونه چمتو شوي او د عملي کېدو لپاره‌یې کار روان دی.

نوموړي وویل چې د تېرې ورځې د پېښې په اړه جدي پلټنې پيل شوې دي.

ستانکزی: د تېرې ورځې د پېښې د څرنګوالي په اړه د کشفي او استخباراتي بنسټونو څېړنې پیل شوې.
ستانکزی: د تېرې ورځې د پېښې د څرنګوالي په اړه د کشفي او استخباراتي بنسټونو څېړنې پیل شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"د تېرې ورځې د پېښې د څرنګوالي په اړه د کشفي او استخباراتي بنسټونو څېړنې پیل شوي، هغه څه چې خلکو ته روښانه ده د افغانستان سولې او ثبات دښمنانو تل هڅه کړې چې تعلیمي مرکزونه په نښه او د خلکو ترمنځ ستونزې رامنځته کړي، حمله ترورېستي وه او په اړه‌یې زموږ جدي پلټنې روانې دي چې وروسته به‌یې معلومات له رسنیو سره شریک کړو."

تېر مازدیګر شااوخوا څلورنیمې بچې یو انتحاري حمله کوونکي د کابل د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي سیمه کې په موعود ښوونیز مرکز کې خپل ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول چې د امنیتي چارواکو په خبره، ۳۴ کسان په‌کې ووژل شول او ۴۸ نور ټپیان شوو.

​که څه هم تر دې دمه کومې ډلې د دغې حملې مسؤلیت پر ځان نه‌دی منلی او طالبانو هم په‌‌کې خپل لاس لرل رد کړي، خو تر دې مخکې ډېر ځله داعش ډلې د کابل ښار د اهل تشیع جوماتونه او د غونډو مرکزونه په نښه کړي دي.

دغه پېښه په ملي او نړیواله کچه غندل شوې ده

  • ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې پرونۍ ځان وژونکې حمله غندلې او دا یې یوه بې‌رحمه او کرغېړنه ترورېستي حمله بللې ده.

​امنیت شورا ویلي، د دا شان حملو له عاملینو، تنظیموونکو او مالي تمویلوونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته راوکاږل شي.

  • یونېسف

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ساتنې ادارې «UNICEF» مشرې هم دغه حمله غندلې او پر دې یې خواشیني څرګنده کړه چې په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي ستره قرباني ماشومان ورکوي.

ملګرو ملتونو پرونۍ حمله غندلې او دا یې یوه بې‌رحمه او کرغېړنه ترورېستي حمله بللې ده.

دا پېښه د افغانستان جمهوري ریاست، اجرائیه ریاست او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په کلکو ټکو غندلې او بشري ضد جنایت‌یې بللی دی.

اجرائیه ریاست

دغه حمله په پراخه کچه غندل شوې
دغه حمله په پراخه کچه غندل شوې

تر دې وړاندې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په قلعه ناظر سیمه کې پر تبیان فرهنګي مرکز انتحاري حمله کې ۴۱ تنه ووژل شول.

دا پېښه د تبیان په نوم په یوه فرهنګي مرکز کې وشوه چې د صدای افغان خبري اژانس دفتر هم په دې مرکز کې فعالیت لري.

پر تبیان فرهنګي مرکز د انتحاري حملې مسؤلیت داعش وسله‌والې ډلې منلی و.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د اهل تشیع په یو جومات کې په دوو انتحاري حملو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ګردېز د تېرې ورځې حمله کې د وژل شویو شمېر ۳۴ تنو ته ورسېد

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون له حکومت نه غواړي چې دا شان پېښو د مخنیوي لپاره استخباراتي هڅې زیاتې کړي.

صالح محمد صالح
صالح محمد صالح

د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"ولې دولت په دې نه‌توانېږي چې د دا ډول پېښو مخه ونیسي؟ ولې دولت په ښوونیزو مرکزونو کې پولیس د ساتنې لپاره نه ځای پر ځای کوي؟ له بده مرغه دولت په ستونزو کې راګېر دی او قرباني ولس ورکوي."

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې له دې وړاندې دې ته ورته یو شمېر انتحاري حملې یې شنډې کړي او کم حمله کوونکي توانېږي چې هدف ته ځان ورسوي.

  • په دشت برچي کې مخکېنۍ حملې

    د روان کال د غويي میاشتې پر ۱۹مه څو تنو انتحاریانو په دشت برچي کې پر ۱۳مې حوزې حمله وکړه چې دوه پولس په‌کې ووژل شول.
  • د عامې روغتیا وزارت: پر تبیان فرهنګي مرکز انتحاري حمله کې ۴۱ تنه وژل شوي

  • د همدې میاشتې پر درېیمه په قلعه ناظر سیمه کې د انتخاباتو د نوم لیکنې پر یوه مرکز انتحاري حمله کې ۵۷ کسان ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپیان شول.
  • د ۱۳۹۶ کال په تلې میاشت کې په دشت برچي سیمه کې پر امام زمان جومات انتحاري حمله کې ۳۹ تنه ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.
  • د ۱۳۹۶ کال د غويي پر درېیمه په دشت برچي سیمه کې پر الزهرا جومات انتحاري حمله کې ۵ تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG