د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

چارواکي: د کابل په پرونۍ پېښه کې ۴۸ نه بلکې ۳۴ تنه وژل شوي


افغان چارواکو د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه روزنیز مرکز د پرونۍ انتحاري حملې د مرګ ژوبلو تازه ارقام خپاره کړل.

پرون د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په دې برید کې ۴۸ تنه وژل شوي او ۵۶ نور ژوبل دي، خو نن اسوشیټېډ پرس اژانس د افغان چارواکو په حواله چې نوم‌یې نه‌دی ذکر شوی ویلي چې د پرونۍ حملې د وژل شویو کسانو کره شمېر ۳۴ تنه دی نه ۴۸.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا حمله وغندله او هغه‌یې یوه بې‌رحمه او کرغېړنه ترورېستي حمله وبلله.

امنیت شورا وویل، دغه حمله د دې اړتیا په ډاګه کوي چې د ترورېزم له عاملانو، تنظیموونکو او مالي تمویلوونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته راکاږل شي.

یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې مشرې هم دغه حمله وغندله او پر دې یې خواشیني څرګنده کړه چې په افغانستان کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي ستره قرباني ماشومان ورکوي.

د «UNICEF» اجرائيه رئیسې هینریتا فور «Henrietta Fore» وویل، ماشومان باید هېڅکله هم د تاوتریخوالي هدف ونه‌ګرځي.

د کابل په دشت برچي کې د دغه روزنیز مرکز د انتحاري حملې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دغې حملې د غندنې تر څنګ د هغې د څرنګوالي په اړه د پلټنې امر کړی دی.

کابل تېر مازدیګر بیا د یوې خونړۍ چاودنې شاهد و چې لسګونه ملکي وګړي يې مړه او ژوبل کړل.

د کابل پولیس او روغتیايي چارواکي وايي د دې ښار په لوېدیځ کې پرونۍ ځانوژونکې چاودنې نږدې ۵۰ کسان وژلي او لسګونه نور يې ژوبل کړي دي.

د کابل د امنيه قومندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل ځانوژونکی پلی و او د ۱۸مې امنیتي حوزې په دشت برچي سیمه کې يې په یوه ښوونیز مرکز کې دننه چاودنه کړې ده.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي:

"د موعود په نامه ښوونیز مرکز و چې زیات شمېر زده‌کوونکي په‌کې وو. ځانوژونکي چې چاودېدونکي مواد يې په خپل ځان پورې تړلي وو د دې مرکز په داخل کې چاودنه کړې ده."

د کابل د امنيه قومندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي وویل پولیسو د کابل ښار د امنیت او د ښار د دروازو د کنټرول او څارنې لپاره جدي تدابیر نیولي.
د کابل د امنيه قومندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي وویل پولیسو د کابل ښار د امنیت او د ښار د دروازو د کنټرول او څارنې لپاره جدي تدابیر نیولي.

ښاغلي ستانکزي وویل پولیسو د کابل ښار د امنیت او د ښار د دروازو د کنټرول او څارنې لپاره جدي تدابیر نیولي، خو د نوموړي په وینا د کابل په ګاونډیو ولایتونو لوګر، میدان وردګ او کاپیسا کې موجودو نا امنیو د پایتخت امنیت اغېزمن کړی دی.

د کابل امنيه قومندانۍ دغه‌راز وايي چې د مودرنو وسایلو او لازمو تجهیزاتو د نشتوالي له امله د ښار د دروازو په کنټرول او تلاشۍ کې نیمګړتیاوې پیدا کېږي، خو پولیس هڅه کوي چې دا کمښت پوره کړي.

بل لور ته د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحید مجروح ازادي رادیو ته وویل چې پرونۍ حملې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژلي دي.

ښاغلی مجروح وايي:

"په دې پیښه کې ۴۸ کسان شهیدان شوي دي او ۶۷ نور ټپیان شوي دي، خو د مرګژوبلې دا شمېرې وروستۍ نه‌دي او امکان لري چې زیات او کم شي."

د عامې روغتیا د وزارت ویاند ډاکتر وحید مجروح
د عامې روغتیا د وزارت ویاند ډاکتر وحید مجروح

که څه هم تر دې دمه کومې ډلې د کابل ښار د پروني خونړي برید مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی او طالبانو هم په‌کې لاس لرل رد کړي، خو تر دې مخکې داعش ډلې د دې ډول حملو چې په اکثره مواردو کې يې د کابل ښار د اهل تشیع جوماتونه او غونډې په نښه کړي، مسؤلیت منلی دی.

​په کابل کې دا برید په داسې وخت کې شوی دی چې د غرني، کندهار، زابل او بغلان په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو جګړو او تاوتریخوالي د لسګونه سرتېرو په شمول سلګونه کسان وژلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: په تېرو ۹ کلونو کې د افغانستان په جګړه کې ۶۴ زره ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.

​په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون وویل چې په تېرو ۹ کلونو کې د افغانستان په جګړه کې ۶۴ زره ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.

دا کمېسون وايي د دې مرګژوبلې ۷۰ په سلو کې په طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو پورې اړوندو بریدونو او چاودنو کې رامنځته شوې ده.

XS
SM
MD
LG