د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

عمران خان: په افغانستان کې تلپاتی ثبات غواړو


د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه ګوند له‌خوا د دې هېواد د صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندید عمران خان وايي، پاکستان په افغانستان کې د همېشنۍ او تلپاتې سولې غوښتونکی دی.

عمران خان همدا شان د افغانستان د مسئلې پر سیاسي حل ټینګار کړی او په خبره‌یې چې جګړه د افغان مسئلې دایمي حل نه‌دی.

عمران خان دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د پاکستان لپاره د امریکا د سرپرست سفیر جان ایف هوور په مشرۍ له یوه امریکايي پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند تر دغې لیدنې وروسته په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې امریکايي پلاوي له عمران خان سره په لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي.

اعلامیه وايي چې عمران خان د امریکايي پلاوي سره په خبرو کې له امریکا سره د پاکستان تجارتي او اقتصادي اړیکې مهمې بللي او همدا شان‌یې ویلي:

"تحریک انصاف ګوند له امریکا سره پر اعتماد ولاړې اړیکي غواړي او همدا شان په افغانستان کې د بشپړ ثبات غوښتونکی دی، ځکه چې با ثباته افغانستان د سیمې، امریکا او پاکستان په ګټه دی."

په پاکستان کې د تېرې میاشتې په ۲۵مه نېټه پارلماني ټولټاکنې وشوې چې په نتیجه کې یې تحریک انصاف ګوند په مرکز، خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبه کې ډېرې څوکۍ وګټلې او په دغو درېواړو کې د حکومت جوړولو په هڅه کې دی.

د دغه ګوند مشر عمران خان په ټاکنو کې د خپل ګوند تر بریا وروسته په یوې ټلوېزیوني وینا کې هم وویل چې له امریکا سره پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي او همدا شان‌یې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له افغانستان سره هم د ښو اړیکو لرلو یادونه وکړه.

عمران خان: په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره تر وسې وسې هڅه کوم.

خان په دغه وینا کې همدا شان وویل، "حکومت‌یې هیله لري چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې په څېر پرانیستې پولې ولري."

ولسمشر محمد اشرف غني هم په ټاکنو کې تر بریا وروسته عمران خان ته ټیلیفون کړی و، هغه ته‌یې مبارکي ورکړې وه او کابل ته‌یې د سفر بلنه هم ورکړې وه.

د پاکستان راتلونکی صدراعظم عمران خان کابل ته سفر کوي

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې په داسې وخت کې نوی حکومت رامنځته کېږي چې د امریکا او پاکستان اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې سړې دي او د امریکا ولسمشر پر پاکستان پوځي مرستې هم بندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG