د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

تحريک انصاف ګوند عمران خان رسماً د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه ونوماوه


د پاکستان د تحريک انصاف ګوند پرون عمران خان رسماً د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه ونوماوه.

عمران خان اړ دى د دغه مقام د خپلولو لپاره د پارلمان د غړيو رايې ترلاسه او د اپوزېسيون کانديد ته ماتې ورکړي.

د عمران خان لپاره به د شنبې په ورځ په پارلمان کې رايه اچونه کېږي او دى هم د صدارت مقام د ګټلو لپاره اړ دى، هغه کانديد ته چې د اپوزېسيون له خوا په ګډه معرفي شوى، ماتې ورکړي.

د تحريک انصاف ګوند يوه مشر عارف علوي چې له کراچۍ څخه منتخب وکيل دى، ويلي، عمران خان د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دغه ګوند په غونډه کې رسماً د صدراعظم څوکۍ ته ونومول شو.

د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير او د تحريک انصاف ګوند مرستيال شاه محمود قريشي ويلي، د عمران خان نومول کېدل د ګوند د اکثريت غړيو له خوا تاييد شول.

عمران خان به د پاکستان مسلم ليګ «ن» ګوند په څېر له اپوزېسيون او نورو ګوندونو سره مخامخ شي چې په تېرو پارلماني انتخاباتو کې يې د درغليو ادعا کړې ده.

د پخواني صدراعظم نواز شريف ګوند مسلم ليګ «ن» هم له هغو ګوندونو څخه دى چې وايي په تېرو عمومي انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

نواز شريف دا مهال د اداري فساد په تور د لس کلن بند د سزا په وړاندې د استېناف غوښتنه کړې ده.

د ده ګوند د ده د ورور شهباز شريف له خوا اداره کېږي چې دى هم د دوشنبې په ورځ د اپوزېسيون له خوا په ګډه د صدراعظم څوکۍ ته ونومول شو.

د تحريک انصاف ګوند مرستيال شاه محمود قريشي ټينګار کړى چې اپوزېسيون به ونه توانېږي نوي حکومت ته کومه ستونزه پېښه کړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند په تېرو عمومي ټاکنو کې د پارلمان زياتې څوکۍ وګټلې خو د اکثريت په ګټلو بريالى نه شو.

دغه ګوند د ملي اسمبلۍ د ٣۴٢ څوکيو له جملې ١١۵ سيټونه يا څوکۍ ګټلې چې اوس اړ دى يو ائتلافي حکومت تشکيل کړي.

ګڼ وکيلان چې د جولاى د ٢۵مې انتخاباتو ته د خپلواکو کانديدانو په توګه ولاړ وو، د عمران خان له ائتلاف سره ملګري شوي دي.

عمران خان ویلي چې د اګست له ۱۴مې مخکې چې د پاکستان د ازادۍ ورځ ده خپل حکومت جوړوي.

عمران خان په ملي اسمبلۍ کې د زياتو څوکيو تر ګټلو وروسته ويلي وو چې د حکومت له جوړولو وروسته کابل ته سفر کوي.

جمهوري رياست د زمري پر ٨مه وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره ټلیفوني خبرې کړي او د همکاریو پر ښه‌والي يې ټينګار کړى دى.

عمران خان په پاکستان کې په پارلماني انتخاباتو کې له بريا وروسته په خپله وینا کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د تجارتي اړیکو د رغولو په برخه کې هم هلې ځلې وکړي.

XS
SM
MD
LG