د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د عدالت غوښتنې ډله: اردو دې د جلال اباد ښار پر ځای په ولسوالیو کې ځای پرځای شي


په ننګرهار کې خونړیو حملو د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې د ډلې غوسه راپارولې ده.

د یادې ډلې غړو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې امنیتي ځواکونه د جلال اباد ښار د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

د دغې ډلې د غړو په وینا د ملي اردو ځواکونو ته د جلال اباد د ښار امنیت سپارل منطقي حل لاره نه ده او باید دا ځواکونه د ښار پر ځای د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې د دوی پر وړاندې عملیات وکړي.

د یادې ډلې مشر عزیز احمد تسل وايي، حکومت باید له استخباراتي لارو چارو نه په ګټې اخیستنې سره د ناامنیو مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

عزیز احمد تسل
عزیز احمد تسل

"دا د خلکو سترګو ته خاورې شیندل دي، د افغانستان په تېره د جلال اباد امنیت په دې توګه نه ټینګېږي چې تاسې دې هلته ملي اردو ځای پر ځای کړی، تاسې د ملي اردو ځواکونه د مخالفینو پناه ځایونو لکه هسکې مېنې او اچین ته ولېږی، د ملي اردو ځواکونه دې په هغو ځایونو کې عملیات وکړي چېرته چې مخالفین دي تر څو ریښې يي وچې شي."​

دا په داسې حال کې ده چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې موندنې ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ننګرهار کې د انتحاري حملو او جګړو له امله شاوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي او له ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

په نوموړي ولایت کې، پر افغان هندوانو او سېکهانو حمله، پر مستوفیت، د پوهنې پر ښاري مدیریت، د قابلو د روزنې په یوه مرکز او د کډوالو چارو په ریاست خونړۍ حملې ګڼل کېږي چې د ډېرو مسؤلیت اسلامي دولت ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی دی.

دا چې په دغو حملو کې تر ډېره ملکیان قرباني شوي، د عدالت غوښتنې ډله دا حملې د ټولو اصولو او بشري قوانینو خلاف عمل ګڼي.

د دغې ډلې یوه بل غړي محمد عاطف فقیرزاده یادې خبري غونډې ته وویل:

"د قابلو پر مرکز او د کډوالو پر ریاست د حملې منطق چېرته دی؟ دا چې دا حملې کومې ډلې کړي موږ نه پوهېږو، خو د دغو حملو کوم ځای د توجیه وړ دی؟ د امنیتي ځواکونو نه زموږ هیله دا ده چې د داشان حملو جدي مخنیوی وکړي."

ننګرهار یو له هغو ولایتونو نه دی چې اسلامي دولت ډلې یا داعش پکې په لرې پرتو سیمو کې څو کاله وړاندې خپل خوځښتونه پیل کړل.

که څه هم امنیتي ځواکونو له دې وړاندې ویلي چې په دغه ولایت کې اسلامي دولت ډله ځپل شوې، خو څه موده مخکې د یادې ډلې په یوه ګواښونکي پیغام سره په ننګرهار کې ښوونځي وتړل شول.

په ننګرهار کې تر وروستیو خونړیو حملو وروسته د ننګرهار چارواکو خبر ورکړی چې د جلال اباد ښار امنیتي مسؤلیت د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو.

له دې سره د د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ملي اردو ته له نورو امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ دنده سپارل شوې ده:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"دا په دې معنا ده چې موږ یوازې خدمت کوو په دې معنا نه ده چې د جلال اباد ښار د جنګ په ډګر بدلوو، امنیت او پولیس خپل کار کوي خو د اړتیا په وخت کې مونږ ورسره همکاري کوو."

ښاغلی رادمنش وايي، د ملي اردو ځواکونه د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د وسله والو مخالفینو د سنګرونو د له منځه وړلو لپاره په جدي عملیاتو بوخت دي.

د د ده په وینا، افغان دفاعي ځواکونه چېرته هم د وسله والو مخالفینو په ځپلو کې بې پروايي نه کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG