د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

ولایتي شورا: د جلال‌اباد امنیت د استخباراتو پياوړتیا او د پولیسو اصلاحاتو ته اړتیا لري


د ننګرهار د ولایتي شورا يو شمېر غړي وايي، په جلال‌اباد ښار کې د امنیت د اساسي ټینګښت لپاره د استخباراتي او کشفي بنسټونو پياوړتیا او د پولیسو په لیکو کې اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د ننګرهار ولایتي شورا يو شمېر غړي که څه هم د جلال‌اباد ښار امنیت د ملي اردو ځواکونو ته سپارل ستايي، خو په خبره‌یې چې په دغه ښار کې د امنیت د اساسي ټینګښت لپاره په استخباراتي، کشفي او امنیتي بنسټونو کې لازمو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د دغې شورا غړي ذبیح‌الله زمري د چهارشنبې په ورځ «۱۰ اسد ۱۳۹۷» ازادي راډیو ته وویل چې د جلال‌اباد ښار د امنیت د ټينګښت لپاره د استخباراتي او کشفي ارګانونو پياوړتیا او د امنیتي بنسټونو ترمنځ همغږي مهمه ده.

نوموړي وویل:

"د دښمن د پلانونو او بریدونو کشفول او شنډول د ملي امنیت دنده ده، په ښار کې د امنیت ټینګول دا د پولیسو دنده ده، که د لنډ وخت لپاره د ښار د امنیت د ټينګښت مسؤلیت ملي اردو ته سپارل کېږي، ښه خبره ده، خو اساسي حل لاره دا ده چې ملي امنیت د دښمن پلانونه شنډ کړي او پولیس د ښار امن او نظم وساتي."

ښاغلی زمری د ننګرهار ولایتي اداره هم په خپلو چارو کې پاتې بولي او په ننګرهار کې د روان وضعیت د بدلون لپاره د ولایتي ادارې تر څنګ، په امنیتي بنسټونو کې هم د بدلون خبره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په جلال‌اباد ښار کې د ناامنیو او بریدونو له زیاتېدو وروسته، د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې د جلال‌اباد ښار امنیت سر له چهارشنبې د نورو ځواکونو تر څنګ، د ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوی دی.

د يو شمېر راپورونو له مخې، په ننګرهار کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې امنیتي وضعیت په بې‌ساري ډول خراب شوی او د دغه ولایت د اوسېدونکو ذهني سکون‌یې شدیداً اغېزمن کړی دی.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپله فېس‌بوک پاڼه د ننګرهار پر ناامنیو اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په دې اړه به له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې وکړي.

ښاغلي زاخېلوال لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې ننګرهار د ۳۲ ځانمرګو بریدونو او نورو چاودنو شاهد و چې په‌کې څه باندې ۶۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر ریاست په ډله‌ییزه حمله کې چې شااوخوا شپږ ساعته‌یې دوام وکړ، ۱۵ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل، د ملي اردو ځواکونه تر هغې پورې په ننګرهار کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي چې تر څو هلته امنیت ټينګ شي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دی وایي:

"موږ په ننګرهار او نورو ځایونو کې خپلو عملیاتو ته تر هغه وخته دوام ورکوو چې هلته ډاډمن امنیت راشي، کله چې هلته امنیت رامنځته شو، له هغه وروسته د پولیسو دنده ده چې هلته د قانون له مخې نظم وساتي او موږ بېرته خپلو ګارنېزونونو ته راوګرځو."

ښاغلی رادمنش وايي، داعش او نور وسله‌وال غواړي چې پر ولسي اهدافو د بریدونو په کولو سره، پر حکومت د ننګرهار خلک بېباوره کړي.

خو نوموړی ډاډ ورکوي چې په جلال‌اباد ښار کې به امنیتي او دفاعي ځواکونه نویو ګواښونو ته په پام سره، خپل تدابیر شدید او عملیات پراخ کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG