د هند د کرکټ ملي لوبډلې په ۳مه ۲۰ اوریزه لوبه کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او له دغې لوډلې یې د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله.
د هندوستان د کرکټ لوبډله دا مهال د انګلستان او ایرلېنډ په سفر ده او ټاکل شوې چې د دغه هېواد د کرکټ له ملي لوبډلې سره پر ۲۰ اورېزو لوبو سربېره ۳ یو ورځنۍ او ۵ ټېسټ لوبې وکړي.
هندۍ لوبډلې د یکشنبې په ورځ انګلستان د کرکټ لوبډلې ته په ۳مه ۲۰ اوریزه لوبه کې په ۷ وېکټو او ۸ منډو ماتې ورکړه او د ۲۰ اورېزو لوبو لړۍ یې ۲ـ۱ وګټله.
دغه لوبه چې انګلستان په بریسټول لوبغالي کې ترسره شوه، هند پهکې د ټاس «پچې» تر ګټلو وروسته لومړی د فېلډېنګ پرېکړه او انګلستان تهیې د لوبې بلنه ورکړه.
انګلستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د جې. جې روی د ۶۷، بټلر د ۳۴، هیلز د ۳۰ او بېرسټو د ۲۵ منډو پر مټ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۸ منډې جوړې کړې او هند تهیې د ۱۹۹ منډو هدف ورکړ.
په هندي لوبغاړو کې اېچ. اېچ پانډیا ۴، اېس. کهول ۲ او چهال او یادیو د انګلستان ۱.۱ لوبغاړي وسوځول.
د انګلستان د ۱۹۸ منډو په ځواب کې د هندۍ لوبډلې دغه هدف یوازې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸ اوور په ۴ توپ پوره کړ.
که څه هم هندي اوپنر شیکر دهون یوازې د ۵ منډو او کې. ایل راهول د ۱۹ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل، خو تر دې وروسته بیا روهیت شرما او کپټان ویرات کوهلي ښه لوبه وکړه.
ویراټ کوهلي د ۴۳ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېد، خو روهیت شرما په دغه لوبه کې په ۵۶ توپونو د ۵ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو پر مټ ۱۰۰ مندې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
روهیت شرما د خپل غوره بېټېنګ له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
- پاکستان له اسټرالیا د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ وګټله
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ اسټرالیا ته په ماتې ورکولو د زېمبابوې، پاکستان او اسټرالیا ترمنځ د درې اړخیزو ۲۰ اوریزو لوبو «Tri-series» پایلوبه وګټله.
د زېمبابوې، پاکستان او اسټرالیا ترمنځ د درې اړخیزو ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ پایلوبه د زېمبابوې په هرارې لوبغالي کې وشوه چې پاکستان پهکې اسټرالیا په ۶ وېکټو او ۴ توپونو ماتې ورکړه.
اسټرالیا د پچې تر ګټلو وروسته د بېټېنګ پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د کپټان ایرون فینچ د ۴۷، شورټ د ۷۶ منډو پر مټ د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې او پاکستانۍ لوبډلې تهیې د ۱۸۴ منډو هدف ورکړ.
د پاکستان لپاره محمد عامر ۳، شاداب خان ۲ او فهیم اشرف، حسن علي او شاهین شاه اپریدي ۱.۱ اسټرالیايي لوبغاړي وسوځول.
د اسټرلیا په ځواب کې پاکستان ټاکلی هدف د وروستي اور په ۲ توپ یوازې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د پاکستان لهخوا کپټان سرفراز احمد ۲۸، شعیب ملک ۴۳، اصف علي ۱۷ او اوپنر فخر زمان په ۴۶ توپونو د ۳ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو پر مټ ۹۱ منډې جوړې کړې چې د لوبې په ګټلو کې یې مهم رول ولوباوه.
فخر زمان د خپلې غوره لوبې له امله د ټورنمنټ او لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د یادونې وړ ده چې پاکستان، اسټرالیا او زېمبابوې ترمنځ د ۲۰ اوریزو لوبو په دغه درې اړخیز سیریز کې زېمبابوې یوه لوبه هم ونهګټله، بلکې له پاکستان او اسټرالیا یې ټولې لوبې وبایللې.
راپور: ذبیح مومند