د بنګلهدېش ښځینه کرکټ لوبډلې د اسیا کپ په پایلوبه کې هند ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.
هندۍ ښځینه کرکټ لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ وکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې بنګلهدېشۍ ښځینه کرکټ ملي لوبډلې له سختې مقابلې وروسته د ۷ وکټو په زیان سره د لوبې په وروستي بال هدف پوره او د اسیا د ښځینه کپ سیالیو اتلولي يې پهخپل نوم کړه.
د اسیا ښځينه کپ سیالیو کې له بنګلهدېش او هند سربېره پاکستان، سریلانکا، مالیزیا او تایلنډ هم ګډون درلود.