د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۱۰

د افغانستان او هند د کرکټ ټیمونو ترمنځ ټېسټ لوبه!


لومړنۍ ټسټ لوبې ته د افغان ټیم تیاری
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

د افغانستان او هند د کرکټ ټیمونو ترمنځ ټېسټ لوبه د هند په بنګلور ښار کې روانه ده.

د هند ملي لوبډله اوس بېټېنګ کوي او په ۲۵ اورونو کې یې ۱۴۴ منډې کړې دي.

تر اوسه د هند هېڅ لوبغاړی نه‌دی سوځېدلی.

دا له هند سره چې د ټېسټ لوبو اتل دی، د افغانستان د کرکټ ټیم لومړنۍ ټېسټ لوبه ده.

افغانستان تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.

اوس افغانستان د نړۍ د نورو کرکټ لوبډلو لکه هند، استراليا، جنوبي افريقا، نیوزیلنډ، انګلستان، پاکستان، بنګله‎دېش او سريلانکا په کتار کې ولاړ دی.

  • پخواني معلومات

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل په ټېسټ لوبه کې نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۴» د هند پر وړاندې لوبېږي.‌

دا لوبه د کابل پر وخت اته نيمې بجې د هند د بنګلور ښار په اېم چيناسوامي لوبغالي کې پېلېږي.

د هندو ورځپاڼې د راپور له‎مخې د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم د دې لوبې ليدو ته ورځي.

د افغانستان کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤل، فريد هوتک د افغان لوبډلې د چمتووالي په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"د افغانستان کرکټ ملي لوبډله خپله تاريخي لومړۍ ټېسټ لوبه د هند په وړاندې پیلوي. بايد ياده کړو چې افغان لوبغاړي د دې سيالۍ لپاره پوره تياری لري."

افغانستان تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.

اوس افغانستان د نړۍ د نورو کرکټ لوبډلو لکه هند، استراليا، جنوبي افريقا، نیوزیلنډ، انګلستان، پاکستان، بنګله‎دېش او سريلانکا په کتار کې ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG