د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له بنګلهدېش سره د درېیو لوبو لړۍ د تېرې شپې د لوبې په ګټلو سره درې- صفر وګټله.
افغان لوبډلې په تېرو دوو لوبو کې خپله بشپړه برلاسي ښودلې وه، خو د بنګلهدیش لوبډلې په بېګانۍ لوبه کې سخت مقاومت وکړ او یوازې د یوې منډې په توپیر سره ماته شوه.
د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال ویاند شرف الدین شاکر له دې لوبې وروسته ازادي راډیو ته وویل:
"بنګلهدېش که څه هم په ۲۰۰۰میلادي کال کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، خو ډېرو نړیوالو قوي لوبډلو لکه نیوزیلنډ، اسټرالیا، پاکستان او هند ته یې ماتې ورکړي، خو د افغانستان لوبدله وتوانېدله چې همدې قوي لوبډلې ته د لوبو په لړۍ کې ماته ورکړه."
افغانستان به له بنګلهدېش سره د لوبو د لړۍ له ګټلو وروسته خپله لومړۍ ټیسټ لوبه د هند په وړاندې وکړي. افغانستان له هند سره چې د نړۍ له ټاپ ټیمونو څخه دی راتلونکې اوونۍ په بنګلور کې د لوبې ډګر ته وځي.