د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

وال سټريټ ژورنال: جګړې افغانستان ته کرکټ راووړ


  • وال سټريټ ژورنال

"جګړې افغانستان ته کرکټ راووړ" دا د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د یوې مقالې عنوان دی چې په افغانستان کې یې د کرکټ د مزل او له هند سره د ټېسټ لوبې په اړه لیکلې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان ته په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د روسانو په دننه کېدو د جګړې اور بل شو چې ورسره کرار- کرار د څو کلونو په مخه ګڼ افغانان ګاونډ پاکستان ته کډوال شول.

په مقاله کې راغلي چې په پاکستان کې را لوی شوېو افغان زلمکیو او ځوانانو اردو زده کړه، تُندو خوراکونو باندې عادت شول او په لارو او کوڅو کې یې کرکټ زده کړ.

د روسانو تر وتلو او د مجاهدینو تر دورې وروسته طالبان واک ته راغلل چې له نورو سپورټونو سره یې جوړه نه‎وه، خو کرکټ ته یې په سختۍ اجازه ورکړه.

وال سټريټ ژورنال لیکي:

د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته په افغانستان کې کرکټ ته کار وشو او یو غوره ملي ټیم یې جوړ کړ او دا دی نن تردې ځایه را ورسېدل چې له هند سره ټېسټ لوبه کوي.

ټیسټ لوبه د کرکټ تر ټولو اوږدې سیالۍ دي چې د وال سټریټ ژورنال په خبره افغانستان په شل اوورېزو او یو ورځنیو لوبو او نړیوالو جامونو کې تر لوبېدو وروسته ور رسیدلی دی.

افغانستان چې د ۲۰۱۷ کال په جون کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړی شو خپله لومړنۍ ټسټ لوبه یې پوره یو کال وروسته دا دی د ۲۰۱۸ کال د جون په څورالسمه له هند سره پیل کړه.

  • دِ هیل

په افغانستان کې به اوربند سولې ته لار هواره کړي؟ دا د امریکا چاپ دِ هیل ورځپاڼې د یوه مطلب عنوان دی.

د مطلب لیکوال لیکي چې په یقیناً اوربند د سولې تړون نه‎دی، خو کیدای شي د سولې د موافقې پیلامه وي.

د لیکوال په باور یو بریالی اوربند یوه بشري بریا ده، ځکه د جګړې پرمهال د خلکو ژوند ژغورل کېږي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، د دې لپاره چې د افغان حکومت له لوري اعلان شوی اوربند په یوې سیاسي بریا بدل شي ښکېلې خواوې باید ونه جنګېږي بلکې له یو بل سره په خپلو مخالفتونو خبرې وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو له‎خوا په‎داسې حال کې د افغان حکومت د اوربند په ځواب اوربند اعلان شو چې دواړه لوري جنګ ته تیار ښکاري او د سولې په پروسه ډېر لږ پرمختګ شوی دی.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جوزا په اولسمه اعلان وکړچې په افغان طالبانو اوربند د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې د اجرا وړ دی.

له دې اعلان دوه ورځې وروسته طالبانو هم اعلان وکړ چې د کمکي اختر په درېیو ورځو کې اوربند کوي.

صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG