د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۰۱

افغان کرکټ لوبډله د پنجشنبې په ورځ د هند په وړاندې لومړنۍ ټېسټ لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګله‌دېش د ملي لوبډلې پر وړاندې له پرله‌پسې بریاوو وروسته د پنجشنبې په ورځ د هند په وړاندې د خپل لنډ تاریخ لومړنۍ ټېسټ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله خپله لومړنۍ ټېست لوبه د پنجشنبې په ورځ د هند پر وړاندې د هند په بنګلور ښار کې ترسره کړي.

افغانستان چې له څلورو لسیزو راهیسې د جګړې ډګر دی په ۲۰۱۷ کال کې د ټېسټ لوبو حیثیت ترلاسه کړ او لوبغاړی یې چې هر یوه د جګړې زور لیدلی دی دا دی د نړۍ د کرکټ له خورا ځواکمن ټیم سره د ټېسټ لوبې ډګر ته وځي.

د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د یو ورځنیو لوبو حیثیت په ۲۰۰۹ کال کې ورکړ.

کپټان اصغر ستانکزی چې له همغه وخته د افغانستان لپاره لوبه کوي وايي، د نړۍ له غوره لوبډلې سره ټېسټ لوبه د افغانستان لپاره ویاړ دی او دوی به هڅه وکړي چې له دې فرصت څخه د هر لوبغاړي د ځانګړې وړتیا او د ټول ټیم د مهارتونو د ښودلو په مقصد کار واخلي.

ښاغلی ستانکزی وايي، دی ډاډه دی چې لوبډله‌یې د ټېسټ لوبو وړتیا لري.

اسغر ستانکزی
اسغر ستانکزی

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې همدا خبره وکړه:

"افغانستان خپله تاریخي ټېسټ لوبه د هندوستان پر وړاندې کوي او د دې سیالۍ لپاره د هېواد د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې لوبډله هم غوره کړې ده، لوبدله پوره چمتووالی لري او ان‌شاءالله وبه کولای شي چې د هند پر وړاندې په لوبه کې ښه ولوبېږي."

د افغانستان د ملي لوبډلې ډېری غړو په پاکستان کې په مهاجرت کې کرکت زده کړ، خو دا دی اوس‌یې د ۱۹ کلن راشد خان په څېر د نړۍ په کچه سپېن بالران روزلي دي.

راشد په مارچ میاشت کې په کمو لوبو کې د ۱۰۰ وېکټو د اخیستو نړیوال ریکارډ مات کړ.

هغه اوس‌مهال په ۲۰ اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی نمبر او په یو ورځنیو لوبو کې له ټاپ بالرانو څخه دی.

راشد خان
راشد خان

راشد خان د هند د پریمیر لیګ په سږنیو سیالیو کې د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې په ګټه هم ښه وځلېد او د ۲۱ وېکټو په اخیستو سره د یوه خطرناک بالر په توګه وپېژندل شو.

د افغانستان د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي هندي رسنیو ته ویلي دي چې افغانستان د هند په پرتله ښه سپېن بالران لري لکه راشد خان، مجیب‌الرحمن، محمد نبي، ظاهر خان او نور.

خو هند هم ډېر با تجربه بالران لري، مثلاً روي چندرا اشوین او راویندرا جادېجا چې دواړو په ګډه په ټېسټ لوبو کې ۴۷۶ وېکټې اخیستي.

هند د کرن نایر په څېر لوبغاړي چې په ۲۰۱۶ کال کې له انګلنډ سره په ټېسټ لوبه کې د درېیو سلیزو په وهلو مشهور دی، هم لري.

نایر هندي رسنیو ته ویلي، دې ته په پام سره چې افغانستان کله هم ټېسټ لوبه نه‌ده کړې، نو ستانکزي ډېره لویه ادعا کړې ده.

فرانس پرس خبري اژانس په دې اړه په یوه راپور کې لیکي چې افغانستان که هند ونه‌ګټي، نو لږ تر لږه جدي ستونزې خو به خامخا ورته جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG