د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

پاکستاني مقامات: ډېر ژر به په یوه ناڅرګند ځای کې د افغان سولې په اړه خبرې پیل شي


په اسلام‌اباد کې د لیدو کاتو وروسته ازبکستان ته د افغان لوړپوړي پلاوي له سفر سره هم‌مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځيني چارواکي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د سولې خبرو اترو د پیلېدو خبر ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي چې د اکسپرس ټربیون ورځپاڼې سره‌يې د نوم د نه‌بیان په شرط خبرې کړي ویلي دي چې له ډېر ځنډ وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په یوه نامعلوم ځای کې خبرې پیلېدونکې دي.

له دې سره د افغانستان د سولې عالي شورا پاکستان ته د افغان پلاوي سفر امیدوار کړي، خو وايي د دوی تمه دا ده چې پاکستان که د سولې په پروسه کې مرسته نه‌کوي دا پروسه دې له ستونزو سره هم نه‌مخ کوي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۱» ازادي راډيو ته وویل:

"موږ هیله لرو چې دا سفرونه پاکستان دې ته چمتو کړي چې که په دغه بهیر کې مرسته نه‌کوي، زیان هم ورته ونه‌رسوي. له افغانستانه بهر د افغان چارواکو د سفرونو یوه مهمه اجنډا د سولې خبرې دي، له پاکستان څخه زموږ تمه دا ده چې د سولې په اړه‌يې چې څه ژمنې کړي په اړه‌يې عملي اقدامات هم وکړي تر څو افغانان پوه شي چې دا کارونه د صداقت له مخې شوي دي."

د پاکستان اکسپرس ټربیون ورځپاڼې د دغه چارواکي له خولې لیکلي دي چې د بېلابېلو هېوادونو استازي به هم د خبرو اترو په بهیر کې ګډون ولري.

د پاکستان دننه د افغان سولې په اړه دا خبرې داسې مهال ګرمې دي چې درې ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سالاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یوه پلاوي اسلام‌اباد ته سفر کړی وو.

که څه هم حکومتي ویاندویان د دغه سفر د نتیجو په اړه څه نه‌وايي، خو له دې وړاندې د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه سفر هدف سوله او د پاکستان سره د اړیکو جوړول ښودلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس چې د دغه پلاوي سره مل دي له پاکستان وروسته اوس ازبکستان ته تللي دي.

ازبکستان ته دا سفر داسې مهال کېږي چې د تېرې یکشنبې په ورځ ازبکستان طالبانو او افغان حکومت ته بلنه ورکړه چې د سولې مستقیمې خبرې په دغه هېواد کې پیل کړي.

که څه هم د سولې عالي شورا هم اوس له طالب مشرانو سره د اړیکو نیولو خبره کوي، خو طالبانو د یوې اعلاميي په خپرولو سره دا ادعاوې رد کړې دي.

د وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ سولې او روغې جوړې ته هیلې د اختر په شپو ورځو کې د دوه اړخیز اوربند څخه وروسته ډېرې شوې دي.

په اختر کې د اوربند هرکلی
په اختر کې د اوربند هرکلی

په دې لړ کې د هلمندي ځوانانو په نوښت د سولې کاروان غړو چې دا وخت په کابل کې دي له ولسمشر غني وغوښتل چې یو کلن اوربند اعلان کړي کومه غوښتنه چې د ولسمشر غني له هرکلي سره مخ شوه.

د دغه کاروان غړو وسله‌والو طالبانو ته هم د درې ورځو وخت ټاکلی چې د خلکو غوښتنو ته په درناوي خپله خپلواکي ثابته او لکه د حکومت په څېر مثبت ځواب ووايي.

د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل‌الله وژل کېدو او پر دغه هېواد د نړیوالو فشارونو ډېرېدو ته په کتو وايي چې پاکستان اوس حتماً دې نتیجې ته رسېدلی چې نور مقاومت نه‌شي کولای.

ودیر صافی
ودیر صافی

له ډلې یي ودیر صافي ازادي راډيو ته وویل:

"د نړۍ، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له‌خوا فشار له دې سره کمک کړی دی چې پاکستان دې ته واداره کړي چې نه‌شي کولای په دغو اعمالو خپلو اهدافو ته ورسېږي، له همدې امله ان‌شاءالله په افغانستان ک سولې ته د رسېدو هیلې ډېرې شوي طالبان هم نور له جنګه ستړي دي او غواړي چې د سولې لار پرانیستل شي."

ښاغلی صافی وايي چې د پاکستاني چارواکو څرګندونې ښيي چې طالبان په بشپړ ډول د پاکستان په واک کې دي، خو اړتیا ده چې غربي هېوادونه او اسلامي نړۍ پر دې هېواد فشار وارد کړي، ترڅو د افغانستان پر وړاندې له دوه ګوني چلنده لاس واخلي.

له دې سره سعودي عربستان اعلان کړی چې اسلامي نړۍ دې د سولې د ټینګښت لپاره په دغه نوي بهیر کې له افغانستان سره د روغې جوړې د نوي فصل په رامنځته کېدو کې دې مرسته وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG