د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له ازبک چارواکو سره د سولې مسئله وڅېړله


د ازبکستان د بهرنیو چار وزیر عبدالعزیز کمیل‌اف​ د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په تاشکند کې وکتل.

په دې غونډه کې پر هغه وړاندیز خبرې وشوې چې د یکشنبې په ورځ د ازبکستان حکومت د افغانستان حکومت او طالبانو ته په‎کې بلنه ورکړه چې د ازبکستان دننه د سولې لپاره مخامخ خبرې وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د افغانستان د سولې د خبرو کوربه‎توب ته د چمتووالي تر څنګ دا خبره شوې ده چې د طالبانو له یو شمېر جګ‎پوړو چارواکو سره‌یې خبرې کړې دي.

عبدالعزیز کمیل‌اف
عبدالعزیز کمیل‌اف

په‎دې برخه کې تاشکند نور توضحیات نه‎دي ورکړي چې له کومو طالب چارواکو سره‌یې لیدلي دي او چېرته‌یې ورسره خبرې کړې دي، خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له طالبانو سره اوس هم په تماس کې دی.

په کابل، بغداد او ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني سفیر زلمي خلیل‎زاد ازادي راډیو ته وویل چې داسې نښې نېښانې شته چې د طالبانو په مشرتابه او قوماندانانو کې سولې ته تر پخوا لېوالتیا زیاته شوې ده، خو په ازبکستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د احتمالي خبرو د پیلېدو په اړه معلومات نه‎لري.

زلمی خلیل‎زاد
زلمی خلیل‎زاد

دی وايي:

"زه سم معلومات نه‎لرم چې کومه موافقه د غونډې د پیل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په تاشکند کې شوې وي، خو د دوامداره اوربند لپاره او د سولې د خبرو د پیل لپاره تماسونه تر پخوا زیات شوي او تر پخوا هڅې پراخې شوې دي چې دا په خپله هیله بخښونکې ده."

تاشکند د مارچ میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د افغانستان لپاره د سولې د یوې نړیوالې غونډې کوربه و، خو په‎دې دوه ورځنۍ غونډه کې طالبانو برخه نه‎وه اخیستې.

ازبکستان اوس له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له حکومت سره اوربند وکړي.

کابل د روانې میلادي میاشتې تر اخره له طالبانو سره اوربند اعلان کړی دی، خو طالبانو د اختر درې ورځې اوربند کړی و او بیا یې وویل چې دا اوربند نه‌تمدیدوي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» په کابل کې له هلمنده تر کابله د سولې رسېدلي کاروان ته وویل، که طالبان اوربند ومني حکومت به‌یې نور هم وغځوي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ما د اوربند اعلان کړی که یې طالبان مني د یوه کال لپاره زه مطلق تیار یم."

د هلمند د سولې کاروان ویاند بسم‎الله وطن‎دوست پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو ته‌یې درې ورځې وخت ورکړی دی چې لږ تر لږه یوه میاشت اوربند تمدید کړي، که‌یې تمدید نه‎کړ د هغو هېوادونو د سفارتونو مخې ته به پرلت ووهي چې پر هغو تور دی چې له طالبانو سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG