د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

ازبکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د کوربه‎توب وړاندیز وکړ


ازبکستان نن سې شنبه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د کوربه‎توب وړاندیز وکړ چې کولای شي تاشکند د افغانستان د لانجې د هواري په یوه مهم لوبغاړي بدل کړي.

دغه وړاندیز د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وکړ او زیاته‌یې کړه چې د افغانستان د ناکامه راتلونکې د مخنیوي لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه‎کوي.

شوکت میرضیایف
شوکت میرضیایف

نوموړی وايي:

"موږ ټولو دا مسئله درک کړې چې د افغانستان له ملاتړ پرته بله چاره نه‎لرو چې له همدې لارې ترورېزم له‎منځه یوسو، د تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه‎کوو، که هغه ان د قواوو استعمال هم وي."

د تاشکند په غونډه کې افغان ولسمشر اشرف غني هم حضور درلود.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل چې دوی دې ته چمتو دي چې د سولې د پروسې لپاره چې که په هره سطحه وي، لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ازبکستان چمتو دی چې د طالبانو له ډلې سره د افغانستان د حکومت مستقیمو خبرو ته په خپله خاوره کې امکانات برابر کړي.

میرضیایف وویل چې د افغانستان د سولې پروسه د ټولې سیمې لپاره مهمه ده.

ښاغلي میرضیایف ټینګار وکړ چې سولې ته د رسېدو ګډ هدف باید عملي بڼه غوره کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني وویل، د تاشکند غونډه افغانستان ته نوې هیله وربخښي.

ولسمشر غني د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې مهمې وبللې او له ازبکستانه‌یې مننه وکړه چې د کابل پروسه‌یې په یوې مهمې غونډې بدله کړه.

ولسمشر د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته د سولې وړاندیز ته په اشارې سره وویل چې افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره له ټولو فرصتونو استفاده کړې ده.

افغان ولسمشر د ملي او سیمه‎ییزې اجماع په رامنځته کولو ټينګار وکړ او زیاته‌یې کړه چې د افغانستان او سیمې ستونزې باید له سوله‎ییزو لارو هوارې شي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د سیمې سیاسي او اقتصادي راتلونکې یوه ده او سوله یوه حیاتي مسئله ده.

د ښاغلي غني په خبره په افغانستان کې بهرني ترورېستان طالبان سولې ته نه‌پرېږدي، خو د سیمې هېوادونه باید له بین‎الافغاني خبرو ملاتړ وکړي چې افغان حکومت طالبان سولې ته حاضر کړي.

د تاشکند غونډه
د تاشکند غونډه

ولسمشر غني زیاته کړه:

"موږ تر هغې په افغانستان او سیمه کې ستونزې نه‌شو حلولای چې ګډه همکاري نه‎وي موجوده، وړاندیز کوو چې د سیمې هېوادونه له بین‎الاافغاني خبرو ملاتړ وکړي، څو طالبان سولې ته اماده کړو."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې هېواد ته‌یې په تېره بیا له طالبانو سره وروستیو اړیکو ته په پام سره په سیمه کې د افغانستان د یوه مهم لوبغاړي په سترګه کتل کېږي، په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د کابل او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د یوه ډیالوګ پر پیلېدو ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې روسیه چمتو ده چې دې هدف ته د رسېدو لپاره له خپلو متحدینو او د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو سره چې دریځونه‌یې له موږ سره نږدې دي، له نږدې همکاري وکړو.

لاوروف یو ځل بیا د روسیې پر مخکېني دریځ چې د افغانستان لانجه له پوځي لارې نه‎شي هوارېدی ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې یادې ناستې ته د اروپايي ټولنې د بهرنۍ سیاست مسؤلې فدریکا موګرېني وویل چې اروپايي ټولنه د افغان سولې د سیاسي ملاتړ سربېره د تخنیکي مرستې لپاره هم چمتووالی لري.

ولسمشر غني، شوکت میرضیایف، فدریکا موګرېني د تاشکند غونډه کې
ولسمشر غني، شوکت میرضیایف، فدریکا موګرېني د تاشکند غونډه کې

​په‎دې کنفرانس کې د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو تر څنګ د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشرې په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG