د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

ویسا: د ولسي جرګې ځیني غړي تر ډېره د سولې هلو ځلو ته خوشبینه نه‎دي


د کابل چاپ ورځپاڼو د نننیو ګڼو مهم سرلیکونه تر ډېره د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سولې او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې له‎پاره نړیوالې غونډې ته ځانګړې شوې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د تاشکند د نړیوال کنفرانس په اړه د اروپایي ټولنې نظر راخیستی دی او لیکلي یې دي چې د سولې په اړه دا نړیوال کنفرانس د افغانستان له‎پاره مهم دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دا نړیوال کنفرانس پرون پیل شوی چې نن هم دوام کوي او افغان ولسمشر اشرف غني چې پرون تاشکند ته رسېدلی دی، د ملګرو ملتونو له لوی منشي، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست له مشر سره یوځای په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

ورځپاڼې وړاندې د دې غونډې په اړه د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څرګندونې راخیستي او لیکلي دي چې ښاغلي عبدالله هیله څرګنده کړه چې د کابل پروسې د دوهمې ناستې په تعقیب دا نړیواله غونډه هم په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي.

ورځپاڼې په کابل کې د اروپایي ټولنې د سفیر څرګندونې هم راخیستې دي او د ده په حواله‌یې لیکلي دي چې طالبان باید د افغان حکومت د سولې طرحه ومني.

  • ویسا

خو ویسا ورځپاڼې بیا د تاشکند غونډې په اړه د ولسي جرګې د غړو نظرونه راخیستي دي چې تر ډېره د سولې روانو هلو ځلو ته خوشبینه نه‎دي.

ورځپاڼې د ملا منصور د وژلو په اړه د نویو حقایقو رابرسېره کېدو ته په اشارې لیکلي دي چې خپاره شوي ټول شواهد دا ښیي چې ملا منصور د جګړې پر ځای د سولې او تفاهم غوښتونکی و، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا نوموړی په‎دې نامه ووژل شو چې د سولې مخالف و.

ورځپاڼې وړاندې پر طالبانو د سولې له‎پاره موجوده فشارونو ته په اشارې لیکلي دي چې دا فشارونه د دې له‎پاره دي چې اصلاً د جګړې جغرافیه او شعار د بدلېدو په حال کې دی.

ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې لیکلي دي، که دا هڅې بریالۍ هم شي، نو هېڅکله په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او سولې د ټینګښت په معنی نه‎ده.

  • هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د تاشکند غونډه د افغان سولې له‎پاره مهمه بللې او لیکلي یې دي چې په‎دې نړیواله غونډه کې به د کابل پروسې د دوهمې غونډې نتایج هم وارزول شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومت هڅه کوي چې په‎دې غونډه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه یوه سیمه‎ییزه اجماع رامنځته کړي.

ورځپاڼې د تاشکند غونډې په اړه په خپله تبصره کې د سولې د هڅو او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په وړاندې پر موجوده ستونزو هم بحث کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

په‎دې غونډه کې باید سپینې خبرې وشي چې څوک ترهګر افغانستان ته راستوي او د جګړې اور ته لمن وهي او د دې تر څنګ طالبان ولې د پاکستان برمته دي او نه‎شي کولای د سولې له‎پاره زړه ښه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان تر څنګ اوس پر ایران او روسیې هم دا تور پورې کېږي چې د داعش په پلمه د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته وسلې او نورې پوځي مرستې ورکوي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې هم د تاشکند غونډې په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو نظرونه راخیستي دي او لیکلي دي، په‎داسې حال کې چې په تاشکند کې د سولې مقدماتي غونډه پرانیستل شوې ده، د ولسي جرګې ځیني غړي وایي چې د کورنۍ اجماع پرته د نړیوالې اجماع رامنځته کول ستونزه نه‌هواروي.

ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي چې که حکومت لومړی د کورنیو ستونزو د حل له‎پاره یوې هوکړې ته رسیدلای وی، نو د تاشکند په څېر د غونډو پایلې به زیاتې ګټورې وی.

خو دې ورځپاڼې هم په خپله تبصره کې سپارښتنه کړې ده چې د تاشکند په غونډه کې باید سپینې خبرې وشي چې په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه کوم دي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې لومړی باید په افغانستان کې سوله رامنځته شي او بیا د سیمه‎ییزې همکارۍ په اړه خبرې وشي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم لیکلي دي چې په افغانستان کې د سولې له‎پاره روانې هڅې د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دي او دا باور یې څرګند کړی دی چې د کابل پروسې د دوهمې ناستې د ملاتړ کوونکو د ښه نیت له کبله د تاشکند غونډه به د سولې د پلوي ځواکونو په شمېر کې زیاتوالی راولي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي، که رښتیني او عملي ګامونه واخیستل شي، د جګړې تور ټغر به ټول او د سولې له‎پاره د افغانانو هیلې به وغوړېږي.

XS
SM
MD
LG