د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

دفاع وزارت: د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله کونړ کې وژل شوی


د افغانستان دفاع وزارت تأييد کړه چې د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله په کونړ ولايت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

امریکايي چارواکو هم تأيید کړې چې د افغانستان په کونړ ولايت کې پاکستاني طالبانو پر مشر د امريکا د بې پيلوټه الوتکې حمله شوې ده، خو دغه چارواکي چې نه‎يې غوښتل نوم یې افشا شي، رويټرز خبري اژانس، امریکا غږ او فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې د فضل الله وضعیت څرګند نه‎دی.

هغوی په‎دې اړه چې ایا دغه عملیات بريالي وو که نه؟ هم له څه ويلو ډډه کړې ده.

کله چې ازادي راډیو د افغانستان له دفاع وزارت څخه پوښتنه وکړه چې ايا ملا فضل الله په کونړ ولایت کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په پرونۍ حمله کې وژل شوی دی؟ د افغانستان دفاع وزارت د وياند د دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل:

"د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د کونړ د مرورې ولسوالۍ په پچي کلي کې په موټر کې سپور وو چې بې پيلوټه الوتکې ورباندې حمله کړې او په حمله کې هم دی او هم يې ملګري وژل شوي دي."

رادمنش
رادمنش

د پاکستان حکومت او تحريک طالبان ډلې تراوسه د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه څه نه‎دي ویلي، خو د پاکستان د استخباراتو سرچينو د ازادي راډيو له خبريال سره په خبرو کې د تحريک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله وژل کېدل تأييد کړي دي.

د دې سرچینې په وينا، هغه موټرچې فضل‎الله په‎کې ناست وو، پرون ماښام د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د حملې هدف وګرځېد.

په‎دغه حمله کې د پاکستاني طالبانو پنځه نور قوماندانان هم وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو یو شمېر سرچينو همدا راز ازادي راډيو ته ويلي چې د ملا فضل الله تر وژل کېدو وروسته پاکستاني طالبان د اضطراب په حال کې دي او يوه غونډه يې هم جوړه کړې ده، خو په‎دې اړه يې نورڅه ونه‎ويل.

د دغه پاکستاني طالبانو د مشر وژنه تراوسه په رسمي توګه نه‎ده تأييد شوې.

ملا فضل الله په ۲۰۱۳میلادي کال کې د پاکستان په سوات کې د فعالیت پر مهال د تحريک طالبان پاکستان د مشر په توګه وټاکل شو.

ملا فضل الله د پاکستاني طالبانو د مخکیني مشر صوفي محمد زوم دی.

کله چې ملا فضل الله د پاکستان په سوات کې فعالیت درلود او دا سیمه يې د یو څو مودې لپاره تر خپل کنټرول لاندې کړه، د سوات له اوسېدونکو سره به يې د راډيو له لارې خبرې کولې او له همدې کبله ده ته ملا اېف اېم یا راډيو ملا ويل کېدل.

وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ پر سوات عملیات وکړل، دی اړ شو چې افغانستان ته وتښتي.

ويل کېږي چې ملا فضل الله پر امريکايي او پاکستاني اهدافو یو شمېر حملې پلان کړې وې.

له دغو حملو څخه يوه يې د ۲۰۱۴میلادي کال په ډیسمبر مياشت کې د پېښور ښار پر يوه ښوونځي حمله وه چې په‎کې د ۱۳۰ کوچنیانو په ګډون ۱۵۰ کسان ووژل شول.

امريکايي چارواکي وايي چې ملا فضل الله همدا راز پر ملاله يوسفزۍ د حملې امر هم کړی وو چې د ښوونځیو ته د نجونو د تګ د حق مدافع او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې هم ده.

امریکا د ۲۰۱۸ میلادي کال په مارچ مياشت کې ملا فضل الله د مطلوبو کسانو په لېست کې شامل کړ او د هغه د موندلو لپاره یې د پنځه میلیونه ډالرو جايزه تعيين کړه.

XS
SM
MD
LG