د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

یوسف پشتون: حکومت باید د جامع سولې لپاره ملي ستراتېژي جوړه کړي


په افغانستان کې له موقت اوربند وروسته د پاکستان په ګډون ځینو هېوادونو ته د لوړپوړو افغان چارواکو سفرونو افغانان تر پخوا ډېر سولې ته هیله‌مند کړي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار محمد یوسف پشتون وايي، که څه هم دا به ډېره عملي نه‌وي چې د کلونو جګړه دې ډېر ژر حل شي، خو وايي پیل‌یې ضرور دی.

ښاغلي پشتون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت باید د جامع سولې لپاره ژر تر ژره ملي ستراتېژي رامنځته کړي.

محمد یوسف پشتون
محمد یوسف پشتون

نوموړي زیاته کړه:

"زما هدف دا دی چې له دومره ډېرو کلونو ګډوډیو، جګړو او دربدریو څخه وروسته سوله راوستل هم داسې اسانه کار نه‌دی، د هغې لپاره په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه یو منظم پروګرام په کار دی."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ لوړپوړی افغان پلاوی د افغان سولې د بهیر او د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د رغېدو لپاره پاکستان ته تللي وو.

که څه هم د سې شنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو چې د دغه سفر نتیجې به وروسته په ډاګه شي، خو د چهارشنبې په ورځ بېلابېلو حکومتي ویاندویانو په دې اړه ازادي راډيو ته د معلوماتو د نه‌لرلو له امله له څه ویلو ډډه وکړه.

ټاکل شوې چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د پاکستان له ولسمشر سره د سولې پر وړاندې د موجوده ستونزو په اړه خبرې وکړي.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې لپاره د هملند د ولسي حرکت له غړو سره په کتنه کې ویلي چې که طالبان‌یې ومني حاضر دی چې د یوه کال لپاره اوربند وکړي.

د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو هم په افغانستان کې د سولې او دایمي ثبات د ټینګښت په برخه کې د وروستیو اقداماتو هرکلی کړی او په دې برخه کې يې د پاکستان پر مرسته یو وار بیا ټینګار کړی دی.

د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نوي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د امریکا د سنا د وسله‎‌والو خدمتونو کمېټې ته وویل چې په افغانستان کې د پاکستان له ملاتړ پرته د اوږد مهالي ثبات ټینګول سخت دي، خو ناممکن نه‌دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي د سولې په اړه وروستیو اقداماتو دی ډېر هیله‌مند کړی دی.

د سولې ولسي حرکت
د سولې ولسي حرکت

نوموړي زیاته کړه:

"د لومړي ځل لپاره موږ د دواړو خواوو له اړخه په عمل کې یو څه ولیدل چې هغه اوربند و، تر څنګ‌یې پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته زموږ د پلاوو تګ داسې خوشبینۍ ډېرې کړي چې دا ځل په عمل کې ځیني تغییرات رامنځته کېدونکې دي."

د ښاغلي ځاځي په خبره د حکومت تر څنګ افغان ولس هم باید د سولې د ټینګښت لپاره له رامنځته شوي فرصته په استفادې د جګړې پر ښکېلو خواوو فشار راوړي چې لومړی اوربند او بیا د سولې خبرې پیل کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG