د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

عبدالله: افغانستان د اوبو د ستونزو په اړه له سیمې سره ګډ کار ته حاضر دی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، افغانستان حاضر دی چې د اوبو د ستونزو د هواري په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار وکړي.

اجرائیه رئیس دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې "اوبه د دومداره پرمختګ لپاره" یو ورځني کنفرانس ته وکړې.

ښاغلي عبدالله دا هم وویل چې د څښاک پاکو اوبو ته نه‌لاسرسی یوه نړیواله ستونزه ده چې افغانستان هم په‌کې شامل دی.

اوبه د نړیوال پرمختګ لپاره یو ورځنی کنفرانس
اوبه د نړیوال پرمختګ لپاره یو ورځنی کنفرانس

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان اوبه د دوامداره پرمختګ لپاره ډېرې مهمې وګڼلې او ویې‌ویل چې نن سبا د سیمې په کچه د اوبو ستونزه موجود ده او ډېری خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

ښاغلی رحمان په دې برخه کې ستر ګواښ اقلیمي بدلون ته هم اشاره وکړه او ویې‌ویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د اوبو د ستونزې د هواري په برخه کې سره همکار وي.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې "اوبه د نړیوال پرمختګ لپاره یو ورځنی کنفرانس" د نوموړي هېواد په کوربه‌توب او د ملګرو ملتونو په همکارۍ جوړ شوی و.

د کنفراس ګډونوال وایي، په یاد کنفرانس کې د ۱۱ هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

په دغه کنفرانس کې د پاکستان او ترکمنستان ولسمشرانو هم د موضوع د ارزښت په اړه خبری وکړې او د اوبو په تړاو یې د ستونزو د هواري په برخه کی د تاجکستان هڅې وستایلې.

ټاکل شوې چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به د تاجکستان، پاکستان او ترکمنستان له مشرانو سره هم وګوري او په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول به پر سوله، اقتصاد او د اړیکو پر پراختیا له دوی سره خبرې وکړي او په یو شمېر برخو کې به تړونونه هم لاسلیک شي.

XS
SM
MD
LG