د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

ارګ: طالبان به د موقت اوربند له تجربې وروسته، د سولې د خبرو په اړه غور کوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې ډاډه دی چې طالبان د موقت اوربند له تجربه کولو وروسته، د سولې د خبرو په اړه غور کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جهادي مشرانو او سیاسي رهبرانو له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د سولې له پروسې او اوربنده ملاتړ وکړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت په مېړانې اوربند اعلان کړ او ښه یې مدیریت هم کړ.

د ښاغلي مرتضوي په خبره، د موقت اوربند تجربې ته په کتو، دوی مطمئن دي چې طالبان به د سولې لار خپله کړي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي وویل:

"په تېرو ۴۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره خلکو د ارامۍ ساه واخيسته، سوله او اوربند یې تجربه کړل، زه ډاډه یم چې طالبان به د خلکو د دغه احساس په مقابل کې ونه درېږي او په دې اړه به غور وکړي، ځکه د جګړې دوام د افغانستان د خلکو د ټولیزو احساساتو په مقابل کې د درېدو په معنا دی."

دا په داسې حال کې چې افغان حکومت د روژې د میاشتې له ۲۷ مې د اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړ او له طالبانو یې هم د اوربند غوښتنه وکړه.

طالبانو هم د اختر په درېیو ورځو کې اوربند ومانه او په دغه موده کې زرګونو طالبانو د کابل په ګډون له لویو ښارونو لیدنه وکړه.

خلکو هم له اوربنده په استفادې د اختر په ورځو کې په ارام زړه خپلې خوښۍ ولمانځلې او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د اوربند د دوام غوښتنه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني له هغې وروسته د لسو نورو ورځو لپاره هم اوربند تمدید کړ، خو طالبانو اوربند ونه غځاوه، بلکې خپلو جنګیالیو ته یې سپارښتنه وکړه چې د پخوا په څېر خپلو حملو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا له وسله والو طالبانو غواړي چې خپل صلاحیت بل چاته ورنه کړي او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو واک په خپل لاس کې واخلي.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي چې د افغانستان په اړه پرېکړه د بهرنیانو کار نه دی او له دې سره به په هېواد کې ستونزې لاپسې ډېرې شي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

دی وایي:

"موږ له افغان طالبانو غواړو چې د خبرو صلاحیت بل چا ته ورنه کړي او را دې شي پخپله دې پرېکړه وکړي، موږ ډېر هیله مند یوو چې دوی د افغانستان په مالکیت او رهبرۍ کې د سولې د خبرو لپاره خپل چمتووالی ژر تر ژره اعلان کړي."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې د یو شمېر طالب قوماندانو په حواله راپور خپور کړی چې دا ډله غواړي له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي، نه له افغان حکومت سره.

یادې ورځپاڼې د یوه طالب قوماندان له قوله لیکلي دي چې که دوی له امریکا سره یوې نتیجې ته ورسېږي، حاضر دي چې د حکومت د سرنوشت پر سر له افغان حکومت سره هم خبرې اترې وکړي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی چې د سولې خبرې اترې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي او حکومت حاضر دی چې له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرې وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG