د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

ویسا: له پاکستان سره څه معامله روانه ده؟


د کابل د نن ورځې چاپي ورځپاڼو پاکستان ته د لوړپوړي افغان پلاوي د سفر او له وسله‎والو طالبانو سره د اوربند په نتېجو مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

له پاکستان سره څه معامله روانه ده؟ تر عنوان لاندې د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې په وروستیو کې د سولې د خبرو او له پاکستان سره د اړیکو او راشه درشې په اړه له اټکل لیرې خبرونه خپرېږي.

سرمقاله لیکونکی پوښتنه کوي چې له پاکستان سره په څه خبرې روانې دي؟ او د ملا فضل‎الله له وژلو پرته اسلام‎اباد نور کوم امتیاز غواړي او څه به افغانستان ته ورکوي؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، که خبره د یوې ډلې طالبانو د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو وي او د داعش په شکل کې جګړه دوام کوي، نو دا کومه لویه لاسته راوړنه نه، بلکې د ولس له احساساتو سره لوبې کول دي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې ولس ته باید روښانه شي چې له پاکستان سره د سولې او جوړ جاړي په نوم څه روان دي؟

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې سوله د ملت اصلي غوښتنه ده، خو له پاکستان سره د افغانانو پر ملي ګټو د معاملې په قیمت نه!

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې د حکومت مشران باید په‎دې پوه شي چې افغانان سوله غواړي، خو په‎دې قیمت‌يې نه‌غواړي چې پاکستان ته له هر څه ورتېر شو.

که څه هم د سرمقالې لیکوال دا نه‎دي لیکلي چې په‎دې برخه کې له څه اندېښنه لري، خو زیاته کړې يې ده چې افغانان سرې کرښې او ملي ګټې لري او هېڅ‎چا ته اجازه نه‌ورکوي چې معامله پرې وشي.

په سرمقاله کې وړاندیز شوی چې افغان حکومت باید د سولې په برخه کې دقیق واوسي او هر څه چې کوي باید د افغانستان ملي ګټې او سرې کرښې په نظر کې ونیسي او مخ په وړاندې قدم واخلي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼه بیا په خپله سرمقاله کې د تېر کوچني اختر په درېیو ورځو کې د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د شوي اوربند ګټو ته تم شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د اوربند پراخ هرکلي د وسله‎والو طالبانو فکرونه هم بدل کړي دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي:

"سره له‎دې چې وسله‎والو طالبانو د اوربند له پای ته رسېدو وروسته خپلې حملې یو وار بیا پیل کړي، خو یو زیات شمېر طالبان په ښارونو کې پاتې شول او بېرته جګړې ته ونه‌ګرځېدل."

د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې چې لا هم په یو شمېر ولایتونو کې زیات شمېر طالبان د خپلو مشرانو د جګړې امر نه‌مني او له خلکو او افغان حکومت سره‌يې خبرې روانې دي.

په سرمقاله کې راغلي چې د اوربند په ورځو کې ولس او حکومت له جګړې د ستړي طالب ښه هرکلی وکړو، خو برعکس د دې ډلې مشرانو دغه طالبانو ته د سزا ورکولو خبره وکړه چې دې حالت په طالبانو کې درزونه پیدا کړل.

XS
SM
MD
LG