د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د سولې ولسي حرکت: روانې جګړې د بهرنیانو پاتې کېدو ته زمینه برابره کړې


د سولې ولسي حرکت وايي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه چې کوم دریځ وسله‌والو طالبانو غوره کړی، ولس ته په هېڅ ډول د قناعت ور نه‌دی.

د دغه حرکت ویاند بسیم‌الله وطن‌دوست د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ د غبرګولي ۳۱» ازادي راډیو ته وویل چې طالبان دې لومړی اوربند او بیا وروسته دې د سولې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې پيل کړي.

د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړي
د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړي

نوموړي زیاته کړه:

"که موږ غواړو چې اشغال پای ته ورسېږي، یوازنۍ لاره‌یې اوربند او سوله ده، که چېرې طالبان غواړي بهرنیان له افغانستان ووځي، کومه لاره چې دوی ټاکلې په هیڅ قیمت ولس ته د قناعت وړ نه‌ده، که موږ وايو چې سوله د امریکا او پنجاب په لاس کې ده، د بهرنیانو حضور اشغال دی، دا داسې معنی لري چې په لوی لاس جګړې ته زمینه برابروو، څو جګړه کلونه کلونه مخکې ولاړه شي."

د سولې ولسي حرکت وايي، وسله‌والو طالبانو ته‌يې درې ورځې وخت ورکړی چې د حکومت په څېر دې د سولې او اوربند په اړه د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

ښاغلی وطن‌دوست ټینګار کوي، که وسله‌وال طالبان په خپلواکه توګه پرېکړه کولای شي، نو همدا یې وخت دی، باید د ولس غوښتنې ومني.

خو وسله‌وال طالبان وايي چې د سولې په اړه د دوی دریځ لا له مخکې روښانه او د سولې ولسي حرکت ته‌یې هم خبر ورکړی.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل تر هغې چې بهرنیان په افغانستان کې مېشت او د نوموړي په خبره اشغال موجود وي، دوی سوله نه‌کوي.

په ورته وخت کې د سولې یو شمېر فعالان وايي، طالبان باید د ولسي حرکتونو غوښتنو او سالمو وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووايي.

په اختر کې د اوربند لمانځلو مراسم
په اختر کې د اوربند لمانځلو مراسم

له ‌ډلې يې مشتاق رحیم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"دا توقع کول چې طالبان به د حکومت په څېر ژر خبرو ته غاړه کېږدي، دا به خوش باوري واوسي، دا په دې معنی نه‌ده چې ولس دې خپلې هلې ځلې پرېږدي، د سولې لپاره ولسي خوځښت ډېر اړین دی، باید جاري پاتې شي، باوري یم که دغه لړۍ دوام پيدا کړي طالبان مجبورېږي چې د سولې مېز ته کېني."

مشتاق رحیم زیاتوي د اختر په درې ورځو کې اوربند او ښارونو ته د طالبانو راتګ او خوشحالي دا په ډګه کوي چې د دغې ډلې په منځ کې هم سولې ته لېوال جنګیالي ډېر دي.

د سولې د ولسي حرکت غړي وايي، که وسله‌والو طالبانو د دغو درېیو ورځو پورې د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ورنه‌کړ، نو د هغو سفارتونو په وړاندې به د تحصن خیمې ووهي چې پرې د وسله‌‌والو طالبانو د ملاتړ تورونه دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG