د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

يو شمېر دیني عالمان له وسله‌والو طالبانو غواړي چې اوربند وغځوي


په داسې حال کې چې وسله‌وال طالبان د اختر په درېیو ورځو کې له اوربند وروسته بېرته د جګړې میدانونو ته ستانه شوي، يو شمېر دیني عالمان له دغې ډلې غواړي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

دغه دیني عالمان چې شمېر يې لسګونه تنو ته رسېده، د چهارشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۰» په ورځ‌يې په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال ټینګار وکړ چې د اختر په ورځو کې درې ورځني اوربند دا وښوده چې طالب جنګیالي او امنیتي ځواکونه نور له جنګه ستړي شوي او سوله غواړي.

افغان دیني عالمان
افغان دیني عالمان

له دې ډلې دیني عالم عطاالله فیضاني رسنیو ته داسې ته وویل:

"اړینه ده چې لومړی د دواړو لورو ترمنځ اوربند وشي، دولت اوربند تمدید کړ، له طالبانو هم د اوربند د تمدید غوښتنه لرو، څو سولې ته لار هواره شي او پر وړاندې يې شته خنډونه لیرې شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې او طالبانو بیا يوازې د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی و.

مخکې له دې چې د حکومت له‌خوا اعلان شوی اوربند پای ته ورسېږي، ولسمشر محمد اشرف غني د يوه وېډیويي پیغام له لارې دغه اوربند ۱۰ ورځې نور هم تمدید کړ، خو طالبان بیا له درې ورځني اوربند وروسته بېرته د جګړې سنګرونو ته ستانه شول.

خو سره له دې هم د افغانستان حکومت په دې وروستیو څو ورځو کې په وار وار د اوربند په غځېدو ټینګار کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د سولې ولسي حرکت غړو سره د کتلو پر مهال هم طالبانو ته د سولې وړانديز تکرار کړ او ويې‌ویل، که طالبان‌يې وړانديزونه ومني، اوربند به یو کال ته وغځوي.

نوموړي دا هم ویلي، په هر ځای کې چې طالبان وغواړي، هملته به ورسره له هر ډول قید او شرط پرته د سولې خبرو ته حاضر شي.

د حکومت او طالبانو ترمنځ د يو کلن اوربند غوښتنه د سولې د ولسي حرکت له‌خوا مطرح شوه.

د سولې کاروان د هلمند له ناکراره ولایته وروسته له ۳۷ ورځو کابل ته راورسېد او تر یو شمېر سفارتونو یې د سولې پیغام ورساوه.

د حکومت له‌خوا د اوربند اعلان وروسته له هغه وشو چې په کابل کې شااوخوا درېیو زرو دیني عالمانو په يوه متفقه فتوا کې روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

افغان دیني عالمان
افغان دیني عالمان

په ورته وخت کې يو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، دوه اړخیز اوربند، د پاکستاني چارواکو تګ راتګ او پر وسله‌والو طالبانو د امریکا فشارونو ته په کتو، د سولې د خبرو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوې دي.

له دې ډلې حامد مایار ازادي راډیو ته وویل:

"د سولې د خبرو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوي، موږ هیله لرو چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره همکاري وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت‌الله په خپل اختریز پيغام کې يو ځل بیا له امریکا سره پر خبرو اترو ټینګار کړی.

ښاغلی مایار هم دې مسئلې ته په اشارې سره وايي، د سولې په خبرو کې د امریکا رول مهم دی او د بین‌الافغاني مذاکراتو په چوکاټ کې امریکا هم باید د سولې د خبرو يو اړخ واوسي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG