د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

مشرانو جرګه: که طالبانو سره اوربند په سوله بدل شي، نور مخالفین به ډېر ژر نابود شي


د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، که اوسنی اوربند له طالبانو سره په سوله بدل شي، د دولت نورې مخالفې وسله‌والې ډلې به په لږ وخت کې له‌منځه لاړې شي.

د مشرانو جرګې اکثرو غړو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» د جرګې په عمومي غونډه کې د حکومت او طالبانو له‌خوا د اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ.

د دغې جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار وویل، امنیتي ځواکونه باید اعلان شوی اوربند په جدي توګه پلی او د حملې په صورت کې دې له ځانونو او خلکو په کلکه دفاع وکړي.

د ښاغلي مسلمیار په خبره، تمه ده چې دغه اعلان شوی اوربند په دایمې سولې بدل شي.

فضل هادي مسلمیار
فضل هادي مسلمیار

نوموړي وویل:

"که د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند اوږد شي او سولې ته نږدې شو، پاتې وسله‌وال مخالفین چې له بهره راغلي او تکفیري فکر لري او له افغانستانه‌یې د بدمرغیو مرکز جوړ کړی، په ډاډ سره وایم چې ان‌شاءاالله، له‌منځه وړل‌يې لږ وخت نیسي او نابود به شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې میاشتې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې له طالبانو سره د اوربند اعلان کړی دی.

طالبانو له دغه اعلانه یوه ورځ وروسته وویل، دوی به هم د اختر په لومړۍ، دوهمه او درېیمه ورځ له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه نه‌کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي رادیو ویلي چې د دوی اوربند یوازې د اختر د درې ورځو لپاره دی او له اختره مخکې او وروسته به جنګ ته ادامه ورکړي.

دغه‌شان د طالبانو په یوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه د دوی په اوربند کې شامل نه‌دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه به د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې پورې پر طالبانو برید نه‌کوي.

ښاغلي رادمنش ټینګار وکړ او ويې‌ویل چې که چېرې طالبان په دغې موده کې کومه حمله وکړي، نو دولتي ځواکونه له ځانونو او خلکو د دفاع لپاره لومړۍ درجه احضارات لري.

رادمنش زیاتوي چې له طالبانو پرته، نورې ترورېستي ډلې لکه داعش، په اوربند کې شاملې نه‌دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند اعلان په هېوادنۍ او نړیواله کچه ستایل شوی دی.

بل‌خوا د مشرانو جرګې د منشي مرستیال محمد فیصل سمیع وویل، ځیني جنګ غوښتونکي کسان له دغه اوربنده راضي نه‌دي.

دی زیاتوي:

"پرته له یو شمېر ناروغو او جنګ غوښتونکو کسانو، نورو ټولو له دغه اوربنده ملاتړ کړی، له دې څرګندېږي چې اوس هم په افغانستان کې ځیني لاسونه کار کوي او نه‌غواړي چې هېواد مو د سولې او ثبات پر لور ولاړ شي."

د افغانستان په کابو دوه لسیزو جګړو کې دا لومړی ځل دی چې افغان دولت او طالبانو یو د بل په وړاندې اوربند اعلان کړ.

فیصل سمیع او یو شمېر نورو سناتورانو د جرګې په غونډه کې له دولت او طالبانو وغوښتل چې اعلان شوی اوربند تمدید کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG