د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

مسیر: له اوربند نه مخکې تاوتریخوالی ولې زیات شو؟


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو د خپلو نننیو ګڼو اکثره تبصرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند او د دغه اوربند په درشل کې پرونیو حملو ته ځانګړې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي، په داسې حال کې چې د افغان حکومت له‌خوا د سولې اته ورځنی اوربند نن او د طالبانو درې ورځنی اوربند بیا د اختر په لومړۍ ورځ پیلېږي، خو پوښتنه دا ده چې له اوربند نه مخکې تاوتریخوالی ولې زیات شو؟

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په دې کې شک نه‌شته چې دواړو لورو ته داسې کسان شته چې په اوربند او سوله خوښ نه‌دي او غواړي چې جګړه دوام وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې طالبانو په کابل او ننګرهار کې د پرونیو بریدونو پړه نه‌ده منلې، نو واضح ده چې درېیم اړخ غواړي وحشت وکړي او اوربند له ستونزو سره مخامخ کړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې داعش ډله د اوربند برخه نه‌ده، نو دغه ډله او ملاتړي یې غواړي له دې فضا نه ګټه پورته کړي او داسې حملې وکړي چې فضا خرابه کړي.

د ورځپاڼې په باور داعش او ملاتړي یې غواړي، دغه ډله د یو پیاوړي ځواک او جدي خطر په توګه مطرح کړي او دا وښي چې که طالبان سوله هم وکړي، نو جګړه به دوام کوي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې لیکلي دي چې د دې خطر له‌منځه وړل د خپلمنځیو اختلافاتو په لیرې کولو او یوازی په یووالي سره ممکن دی.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې پرونیو حملو ته په اشارې لیکلي دي، دا حملې داسې مهال شوي دي چې افغانان د اوربند د خوشحالۍ د لمانځلو په حال کې وو چې یو ځلې بیا د غم پر ټغر کېنول شول.

ورځپاڼې لیکلي دي چې پرون په کابل، ننګرهار، کندز، غزني او هلمند کې ځان وژونکو، ډله‌ییزو حملو او چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې خلک په دې هیله وو چې افغان حکومت او وسله‌وال مخالفین به‌یې د دې اوربند په خاطر لا اقل د روژې په مبارکه میاشت کې له خونړیو حملو لاس واخلي، خو د ورځپاڼې په وینا لیدل کېږي چې طالبان له اختر نه مخکې د اوربند جبرانول غواړي.

ورځپاڼه لیکي چې له دې حملو ښکاري چې په افغانستان کې د جګړې تر شا د نورو لاسونه دي چې نه‌غواړي افغانان په ارامه ساه واخلي، خو ورځپاڼې دا نه‌دي لیکلي چې دا نور لاسونه د چا دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې سر له نن څخه د افغان حکومت له‌خوا یو اړخیز اوربند چې ولسمشر یې ژمنه کړې وه او په کور دننه او بهر یې په پراخه توګه هرکلی وشو، پیلېږي.

د ورځپاڼې په وینا چې دا اوربند په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د شااوخوا درېیو زرو دیني عالمانو د غوښتنې له مخې اعلانېږي او په دې موده کې به افغان ځواکونه یوازې دفاعي حالت ولري.

ورځپاڼې هیله څرګنده کړې ده چې طالبانو هم د خپله اړخه اعلان کړی اوربند نور هم وغځوي، څو په هېواد کې د تل‌پاتې سولې د ټینګښت زمینه برابره شي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې دواړو لورو ته سپارښتنه کړې چې اوربند رعایت کړي او پرې نه‌ږدي چې دښمن‌یې ترمنځ فتنه راولاړه او دا تاریخي، اسلامي او دیني ارزښت دړې وړې کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې پاکستاني رسنۍ لیکي چې د ولسمشر او طالبانو اوربند د امریکایي او پاکستاني چارواکو د توافق له مخې شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د پاکستان ډان ورځپاڼې په یو خبر کې لیکلي دي چې امریکایي او پاکستاني چارواکو توافق وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دې د سولې خبرې پیل شي او اوربند دې وشي.

ورځپاڼې په خپله تبصره کې لیکلي دي، دا چې امریکا او پاکستان پرېکړه کوي چې په افغانستان کې دې جګړه نوره پای ته ورسېږي او سوله راشي، نو دا خو د خیر خبره ده.

خو د ورځپاڼې په وینا د طالبانو د اوربند بیه پاکستان اخلي او معلومه نه‌ده چې د پردې تر شا کومه لوبه روانه ده چې په اړه‌یې اندېښنه پر ځای ده.

XS
SM
MD
LG