د قطر دفاع وزیر او د صدراعظم مرستیال خالد بن محمد العطیه پرون یکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» په سنګاپور کې یوې امنیتي غونډې ته وویل چې هېواد یې له ایران سره د نظر ځیني اختلافونه لري، خو هېڅکله جګړه نه ورسره کوي.
ښاغلي العطیه وپوښتل چې ایا دا به غوره وي، څو له امریکا او اسرائیل وغواړو چې د ایران پر ضد وجنګېږي؟
هغه وویل، که په سیمه کې یو بل درېیم لوری جنګ ته هڅونه وکړي او یا کوم هېواد جګړه پیل کړي دا به ډېره خطرناکه وي.
د قطر دفاع وزیر او مرستیال صدراعظم له کوم ځانګړي هېواد نوم وانهخیست، د ده خبرې ښايي په سیمه کې د ایران سرسخته سیال عربستان ته متوجې وي چې له تېر جون میاشتې يې په دوحه باندې پراخ سیاسي او ډیپلوماتیک بندیزونه لګولي دي.
زه به یو نه بدلېدونکی حقیقت هم هغوی ته واضح کړم.
سعودي عربستان قطر تورنوي چې له افراطیانو ملاتړ کوي او له ایران سره د اړیکو له پرې کولو ډډه کوي.
ایران د ځینو هېوادونو لهخوا په خاصه توګه په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو په تمویل تورن دی.
پهداسې حال کې چې د قطر دفاع وزیر او مرستیال صدراعظم خالد بن محمد العطیه پرون یکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» د سنګاپور په امنیتي غونډه کې د ایران په اړه خبرې کولې، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم د خپلې کابینې په غونډه کې ایران یاد کړ.
نتانیاهو زیاته کړه:
"زه اروپا ته ځم او له درېیو عمده مشرانو د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل، د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون او د بریتانیا له صدراعظمې ترزا مې سره ګورم. زه به د سیمې د تحولاتو په اړه له دغو مشرانو سره خبرې وکړم او تمرکز به مې پر ایران وي، په خاصه توګه د دغه هېواد د اټمي پروګرام د بندولو د هڅو په اړه. زه به همداراز یو نهبدلېدونکی حقیقت هم هغوی ته واضح کړم، هغه دا چې اسرائیل به اجازه ورنهکړي، څو ایران اټمي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي. دوهمه خبره په منځني ختیځ په خاصه توګه سوریه کې د ایران د نفوذ او پاروونکو پلانونو بندول دي."
نتانیاهو په داسې حال کې د ایران په اړه دا څرګندونې وکړې چې د قطر دفاع وزیر او مرستیال صدراعظم خالد بن محمد العطیه بیا له ایران سره د خبرو په مخته وړلو ټینګار وکړ.
کله چې د قطر له دفاع وزیره وپوښتل شول چې ایا دوحه به اجازه ورکړي څو د قطر له هوايي ډګرونو د ایران پر ضد په حملو کې کار واخیستل شي؟
نوموړي وویل چې هېواد یې د جګړې لېوالتیا نهلري او پر ځای یې د خبرو له مخته وړلو ملاتړ کوي.
قطر اوس وخت د ۱۰ زرو امریکايي سرتېرو کوربه دی چې د العدید په لومړۍ اډه کې پراته دي او له همدې ځایه تر ډېره د داعش پر ضد د امریکا کمپاین او افغان جګړې ته استول کېږي.
راپور: صفيالله ستانکزی