د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

روسیې له سعودي عرب او متحدانو یې غوښتي چې له قطر سره اختلاف ختم کړي


روسیې له سعودي عربستان او د دې هېواد له متحدینو وغوښتل چې له قطر سره خپل اختلافات هوار کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پرون یکشنبه د سعودي عربستان په بندري ښار جده کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر عادل الجوبیر سره په کتنه کې له عربي هېوادونو جوړهغه ائتلاف څخه چې مشري یې سعودي عربستان کوي، وغوښتل چې له قطر سره دې د خبرو له لارې خپل ډیپلوماټیک اختلافات چې د عربو په ټاپو وزمه کې یې کړکېچ راپورته کړی، حل کړي.

عادل الجوبیر او سرګي لاوروف
عادل الجوبیر او سرګي لاوروف

لاروف، الجوبیر ته خپل دریځ روښانه کړی چې دغه اختلافات دې د خبرو اترو له لارې هوار شي.

دغه څرګندونې په هغه بیان کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ورکړی، شوې دي.

د بیان له مخې، لاوروف دغه راز د دغې لانجې د هواري لپاره د کویټ د منځګړیتوب د هڅو ستاینه کړې ده.

د سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر شااوخوا درې میاشتې مخکې له قطرسره ټول ډیپلوماټیک او د سوداګرۍ اړیکې وشلولې او دا هېواد یې د ترورېزم په مالي ملاتړ او په سیمه کې د عربي هېوادونو له مهم رقیب، ایران سره د نېږدې اړیکو په لرلو تورن کړ.

قطر دغه تورونه رد کړي او د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف هغه ۱۳ غوښتنې یې چې له دې هېواد سره د اړیکو د بېرته عادي کېدو لپاره د شرط په توګه وړاندې کړي، نه دي منلي.

له دې یوه ورځ مخکې سعودي عربستان وویل، له قطر سره هر ډول خبرې پرې کوي او دا هېواد یې تورن کړ چې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د قطر د امیر تمیم بن حمد الثاني تر منځ خبرې یې غلطې تعبیر کړې دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر الجوبیر له خپل روسیي سیال لاوروف سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، قطر په دې پوه دی چې د دغې لانجې د پای ته رسېدو لپاره څه باید وکړي.

هغه زیاته کړه دوحه باید د غوښتنو دغه فهرست ته ځواب ووايي، تر څو زموږ تر منځ د اړیکو یو نوی باب پرانېستل شي.

د عربو ائتلاف له قطره غواړي چې له ایران سره اړیکې وشلوي، د اسلامي سخت دریځو ډلو مالي تمویل پای ته ورسوي او الجزیره ټلوېزیون چې مرکز یې په قطرکې دی، بند کړي.

XS
SM
MD
LG