ټاکل شوې چې د سعودي عربستان ولیعهد د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره وګوري.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان د ځواکمن ولیعهد محمد بن سلمان کوربه وي.
تمه ده چې دوی به په خپله کتنه کې په منځني ختیځ او خلیج کې د ایران د نفوذ د مخنیوي د ستراتیژیو په اړه بحث وکړي، خو د سعودي ولیعهد د هغو سیاسي او کلتوري بدلونونو په اړه هم له ولسمشر ټرمپ سره خبرې په پام کې لري چې دی غواړي په خپله دودیزه ټولنه کې یې عملي کړي.
د راپورونو له مخې، ټرمپ او بن سلمان به له قطر سره د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف د کړکېچ په اړه هم بحث وکړي.
د سعودي په مشرۍ د عربي هېوادونو ائتلاف پر قطر تور لګوي چې په بهر کې د ترورېستي ډلو مالي ملاتړ کوي او له ایران سره نېږدې اړیکې پالي، په داسې حال کې چې قطر دا تورونه ردوي.
د سعودي ولیعهد ۱۰ میاشتې مخکې کله چې ولسمشر ټرمپ ریاض ته سفر وکړ، د هغه ډېر تود هرکلی وکړ او داسې ښکاري چې دواړو وروسته له هغه هم خپلې اړیکې تودې ساتلې دي.
د سعودي عربستان سني شاهي نظام او د ایران شیعه رژیم چې په سیمه کې سخته سیالي لري، په یمن او ځینو نورو هېوادونو کې په نیابتي جګړو کې ښکېل دي.
ایران په یمن کې د سعودي د پلوي حکومت پرضد د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او ایران که څه هم حوثي یاغیانو ته د وسلو د ورکولو تورونه ردوي، خو متحد ایالات او سعودي عربستان داسې شواهد وړاندې کړي چې د دوی په وینا، حوثي یاغیانو ته د ایران له خوا د باليستیک توغندیو ورکول ثابتوي.
حوثي یاغیانو څو ځلې د سعودي پلازمېنه ریاض د باليستیک توغندیو په وسیله په نښه کړ.
تهران او ریاض په دې وروستیو څو کلونو کې پر ځینو نورو مسایلو لانجې هم کړې دي.
دا دوه هېوادونه، په سوریه او یمن کې د کورنیو جګړو د دښمنو اړخونو او په لبنان او عراق کې د سیاسي متنازعو خواوو ملاتړ کوي.
۳۲ کلن محمد بن سلمان تېرکال په جون میاشت کې د پاچا سلمان له خوا د ولیعهد او د مرستیال صدراعظم په توګه وټاکل شو او په عین حال کې د دفاع وزیر په توګه کار ته دوام ورکوي.