د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

۲۰۱۷ په نړۍ کې له سیاسي، اجتماعي او ټولنیزو بدلونونو ډک کال و


  • ډونالډ ټرمپ

د ۲۰۱۷ میلادي کال په پیل کې د جنورۍ د میاشتې په شلمه نېټه ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه او "امریکا تر هر څه لومړی پالیسي" یې اعلان کړه.

نوموړی د خپلې ولسمشرۍ په دوهمه ورځ د ښځو د حقونو د برابرۍ لپاره په واشنګټن کې د لسګونو زرو کسانو له اعتراضونو سره مخ شو او د خپل واک په لومړیو څو ورځو کې یې د څو اسلامي هېوادونو څخه امریکا ته د وګړو پر سفر مؤقت بندیز ولګاوه.

په ورپسې اونیو او میاشتو کې ولسمشر ټرمپ د ناټو پر متحدینو فشار راوړ چې خپلې دفاعي بودجې او په ناټو تړون کې دې ونډه زیاته کړي او د پاریس د اقلیم له تړونه یې د امریکا د ایستلو ګواښ وکړ.

په امریکا کې په دې کال کې بله مهمه موضوع د دې هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاس‎وهنو د څېړنې وه چې د «اېف.بي.ای» پخوانی مشر رابرټ مولر د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د ځانګړي څیړونکې په توګه وټاکل شو.

  • شمالي کوریا

د شمالي کوریا پرله‎پسې اټمي او راکټي ازموینې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې بله توده مسئله وه. په دې کال کې شمالي کوریا خپلو اټمي او د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو ازموینو ته دوام ورکړ او پر امریکا یې د بریدونو ګواښ وکړ.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ په همدې کال یو بل ته خبرداری ورکړل شول.

د همدې کال په فبرورۍ میاشت کې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ناسکه ورور کېم جانګ نام په مالیزیا کې مسموم او ووژل شو.

  • د روهنګیا اقلیت

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې بل لوی نړیوال کړکېچ په برما کې د روهنګیا اقلیت په وړاندې د زور زیاتي مسئله وه چې نړۍ یې د کډوالو د یو بل لوی بحران سره مخ کړه.

د بې سرحده ډاکټرانو د نړیوالې ټولنې په وینا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د دې بحران په لومړي میاشت کې په میانمار کې پر روهنګیا مېشتو کلیو د برما د امنیتي ځواکونو او ځايي سخت دریځو په بریدونو کې ۶۷۰۰ کسان وژل شوي، د دوی کلي سوځول شوي او په لسګونو زره روهنګیان له خپلو کلیو کډه کولو ته اړ شوي چې ګڼ شمېر یې ګاونډي هېواد بنګله‎دیش کې په ډېرو ناوړو شرایط کې اوسېږي.

  • عراق او سوریه کې د داعش مرکزونه

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې بل لوی بدلون په عراق او سوریه کې د داعش د خلافت د مرکزونو له‎منځه تلل وو.

په دې کال کې د اسلامي دولت وسله‎والې ډلې په عراق او سوریه کې خپلې تر واک لاندې سیمې په ځانګړي توګه په عراق کې موصل او په سوریه کې رقه له لاسه ورکړې.

د تېر کال په اوړي کې د عراق په موصل ښار کې د خونړۍ کوڅه په کوڅه جګړې وروسته عراقي ځواکونو له داعش وسله‎والې ډلې څخه د دې هېواد وروستي او مهم ښار موصل ونیوه، وروسته جګړه په سوریه کې د رقې ښار ته ولاړه چې دغلته هم داعش وسله‎وال د نړیوال ائتلاف له خوا وځپل شول.

د عراق د موصل ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:55 0:00

که څه هم دا مهال په سوریه کې هم د داعش وسله‎والو ډله ځپل شوې خو وسله‎وال یې په خواره- واره ډول لا هم یو ګواښ ګڼل کېږي.

  • اروپا کې ترهګریز بریدونه

۲۰۱۷ میلادي کال اروپا د یو شمېر ترهګرو بریدونو شاهده وه.

په دې لړ کې د اروپا لوی ښارونه لکه استاکهولم، پاریس، بارسلونا، منچسټر او ځینې نور د ترهګرو بریدونو شاهدان وو.

  • د سعودي او ایران کړکېچ

۲۰۱۷ میلادي کال کې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ سیمه‎ییز رقابت لا پراخ او نویو لوړو ته پورته شو چې ورسره په منځني ختیځ کې وضعیت نور هم پیچلی شو.

په یمن کې د دواړو هېوادونو سیالي دغلته د بشري بحران د زیاتېدو سبب شوه، په لبنان کې یې سیاسي ناندرې راپورته کړې او د سعودي په مشرۍ د خلیج څو هېوادونو له قطر سره اړیکې پرې کړې.

همدارنګه په همدې کال کې د سعودي عربستان پاچا خپل ۳۲ کلن زوی محمد بن سلمان د محمد بن نایف پر ځای ولیهعد وټاکه.

په همدې کال کې سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه.

  • بیت‎المقدس په اړ د ټرمپ پریکړه

د همدې کال په وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چې بیت‎المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت پیژني چې د اسلامي هېوادونو سربېره د امریکا اروپايي متحدانو او د نړۍ نورو هېوادونو یې مخالفت وکړ او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د ولسمشر ټرمپ دا اقدام رد کړ.

XS
SM
MD
LG