د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

ټرمپ: روسي هکرانو د امریکايي ادارو په انټرنټي سرورونو برید کړی


ټرمپ به د جنورۍ په شلمه د امریکا ولسمشر په توګه کار پیل کړي.

خو د نوموړي انتخاباتي بریا د امریکا د استخباراتي ادارو هغې نتیجې تر سیورې لاندې راوستې چې وايي، د روسیې ملاتړ لرونکي هکرانو د امریکا د یو سیاسي ګوند انټرنټي سرورونه او اېمېلونه مات کړل څو له ټرمپ سره مرسته وکړي چې د نوومبر د اتمې نېټې د ولسمشرۍ انتخابات وګټي.

د ډونالد ټرمپ پرونی خبري کنفرانس هم د هغو غیر معمولي پرمختګونو وروسته و چې ډېر یې د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې له‎خوا پر لوبول شوي اغېز تمرکز درلود.

په دې خبري کنفرانس کې خبریالانو پرله‎پسې له ټرمپه د هغو اوازو په اړه پوښتنې کولې چې وايي، روسیې د ده په اړه معلومات ټول کړي.

د راپورونو له مخې دا اوازې هغه بریتانوي استخباراتي اجنټ مستندې کړي چې د ټرمپ د سیاسي مخالفینو لپاره کار کوي.

د دې ادعاوو یو لنډیز د هغه سري راپور سره ضمیمه شوی و چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د ادعاو په اړه تېره اوونۍ ټرمپ او اوباما دواړو ته وړاندې شو.

خو د بریتانوي استخباراتي اجنټ دا ادعاوې د امریکا د حکومتي چارواکو له‌خوا نه‎دي تائید شوي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته په دې اړه وویل:

"زه فکر کوم دا یوه رسوايي ده چې معلومات بهر راووځي. ما دا معلومات وکتل له هغې غونډې بهر مې ولوستل. دا ټول جعلي خبرونه دي. دا له ځانه جوړ شوي شیان دي. داسې نه‎دي پېښ شوي. دا شیان زموږ د مخالفینو له‎خوا راټول شوي دي."

نوموړي همداراز داسې وښوده چې ګوندې استخباراتي ادارو دا معلومات رسنیو ته په واک کې ورکړي چې د ټرمپ په وینا دا یوه رسوايي ده او داسې باید نه‌وی شوي.

ډونالد ټرمپ د بز فېډ "BuzzFeed" په نوم پر انلاین رسنۍ انتقاد وکړ چې د ۳۵ پاڼو دا راپور یې ټول خپور کړی.

همدارنګه‌یې د «سي. اېن. اېن» خبریال ته د پوښتنې لپاره وخت ورنه‌کړ.

«سي. اېن. اېن» هم دا راپور بیان کړی خو د دې جزئیات‌یې نه‌و خپاره کړي.

ډونالد ټرمپ دې ادارې ته هم د "جعلي خبرونو" خطاب وکړ.

خو ډونالد ټرمپ ومنله چې روسي هکران د انټرنټي بریدونو تر شا وو:

"تر کومه ځایه چې د هک‎کېدو خبره ده، زه فکر کوم چې دا روسیه وه. خو زه باور لرم چې موږ د نورو هېوادونو او خلکو له‌خوا هم هک شوي یوو."

د امریکا د منتخب ولسمشر څخه همدارنګه دا هم وپوښتل شول چې ایا د ده د انتخاباتي کمپاین چارواکي یا کمپنۍ له روسیې سره د انتخاباتو پر مهال تماس کې وو؟ خو ټرمپ د خبریالانو دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه.

دا مهال د سنا درې جلا-جلا کمېټې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د ادعاوو په اړه څېړنې کوي.

په دې خبري کنفرانس کې ټرمپ یو وار بیا ډاډ وښوده چې له کرملېن سره په خرابې اړیکې به راسمې کړای شي.

ټرمپ چې یو میلیاردر دی، په نړۍ کې په سوداګریزو چارو کې ونډه او پانګه لري چې د منتقدینو په وینا د ده د ولسمشرۍ په صورت کې د ګټو د تضاد سبب کېږي.

خو ټرمپ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا په خپله کمپنۍ کې له واکه لاس په سر کېږي او خپله ونډه خپلو دوو زامنو ته سپاري.

د ټرمپ وکیلې وویل، د نوموړي د ولسمشرۍ پر مهال به د ټرمپ کمپنۍ هېڅ نوې سوداګریزه معامله نه‎کوي.

XS
SM
MD
LG