د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

فرانسې په سوریه کې د داعش پر مرکزونو بمباري وکړه


فرانسې پرون د لومړي ځل لپاره په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر مرکزونو بمباري وکړه.

ولسمشرفرانسوااولانډ پرون د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته وویل فرانسوي جټ الوتکو په سوریه کې د داعش د روزنې یو مرکز چې د ده په وینا د ده د هېواد لپاره ګواښ ګڼل کېده په نښه کړ.

د فرانسې صدراعظم هم ویلي دي چې په دې کمپ کې پر فرانسې د حملو لپاره تیاري نیول کېده.

فرانسه وايي، په سوریه کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد هوايي حملې پیل کړي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ پرون وویل، شپږو فرانسوي جنګي جټ الوتکو د سوریې په قلمرو کې دننه د تروریستانو د روزنې پر یوه کمپ بمباري وکړه او ویجاړ یې کړ. اولانډ په راتلونکو اونیو د نورو حملو خبرداری هم ورکړ.

ولسمشراولانډ د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د وینا پرمهال د دې حملو موقعیت هم وښود:

((فرانسې نن سهار په سوریه کې د داعش تروریستي ډلې د روزنې پرهغه کمپ بمباري وکړه چې زموږ د هېواد امنیت ته ګواښ ترې کېده.

په دې حمله کې د سوریې ختیځ ښار دیرالزور ته په یوه نژدې موقعیت کې یو کمپ په نښه شو.))

پرون له دې مخکې د فرانسې صدراعظم مانویل والس هم خبریالانو ته وویل چې فرانسې د ځان د دفاع لپاره په اقدام لاس پورې کړی او په سوریه کې یې د داعش هغه مرکزونه په نښه کړي دي چې پر فرانسې د برید لپاره تیاري پکې نیول کېده:

((موږ په سوریه کې پر داعش ډلې ځکه برید وکړچې دا تروریستي ډله په سوریه کې له دې مرکزونو څخه پر فرانسې حملې تنظیموي او تیاري ورته نیسي او په همدې دلیل موږ د ملګروملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر بنسټ او د خپل مشروع حق له مخې اقدام وکړ.

ما د فرانسې ملي شورا ته ویلي چې موږ په همدې اساس اقدام او عمل کړی دی.))

د فرانسې جنګي جټ الوتکو له دې مخکې د عراق په خاوره کې د داعش پر مرکزونو حملې کړې وې، خو دا لومړی ځل دی چې د فرانسې مشران په سوریه کې د هوايي حملو د پیل خبر ورکوي.

ولسمشر اولانډ د روانې میاشتې په پیل کې اعلان کړی و چې هېواد یې د سوریې په قلمرو کې د اسلامي دولت ډلې پر اهدافو د بریدونو د پیل پر پلان غور کوي.

XS
SM
MD
LG