د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

د بنګله دېش په یوه روغتون کې د روهنګیا د ټپیانو حالت


د بنګله دېش یو لوی روغتون د میانمار له روهینګیا مسلمانانو ډک دی، دا هغه کسان دي چې په خپلو سیمو کې د روانو شخړو په ترڅ کې، د میانمار د ځواکونو له خوا په ډزو ټپیان شوي دي.

د کوکس بازار د ساحلي ښار د روغتون چارواکي وایي، له کله چې د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیا د مسلمانانو اقلیت په وړاندې ځپونکي عملیات پیل شوي، هره اوونۍ په مرمیو لګیدلي لسګونه ټپیان دې روغتون ته ور وړل شوي چې شمېر یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

د دغه هېواد د یوې ساحلې سیمې په دولتي روغتون کې یو اوه کلن روهینګیا ماشوم پرغولي په یوې څیرې څیرې توشکې پروت دی او ټټر یې چې تېره اوونۍ د میانمار د ځواکونو مرمۍ پرې لګېدلې، په سپین بنداژ تړل شوی دی.

اسوشېټېډ پرېس وایي، نوموړی له هغه ۸۰ ناروغانو څخه دی چې د کوکس بازار په نوم د ساحلي ښار په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

په دغه روغتون کې ډېره ګڼه ګوڼه ده او اکثره سړي هم په مرمیو لګېدلي دي.

له کله چې د میانمارپه راخین ایالت کې شخړې پیل شوي، په وروستیو دوو اوونیو کې شااوخوا درې لکه روهینګیا مسلمانان د دغو شخړو او په سیمه کې د اوږدې مودې زور زیاتي له امله بنګله دېش ته تښتېدلي دي.

دغه اوه کلن ماشوم د هغو شپږو ټپیانو له ډلې، تر ټولو کم عمره دی چې د اسوشېټېډ پرېس خبریال ورسره مرکې کړې دي.

د هغه پلار ابوطاهر د پېښې په اړه وایي، سرتېرو ناڅاپي ډزې پیل کړې، ما ولیدل چې زوی مې پر ځمکه ولوېد او زیاتوي، ټول وارخطا شوي وو، هغه موټر چې د کورنۍ نورغړي مو پکې سپاره وو، رانه ورک شو او ما دومره وکولای شول چې خپل زوی په غېږه کې له پولې واړوم.

طاهر وایي، د خپل زوی علاج ته منتظر دی او د روغېدو لپاره یې عبادت کوي.

د کوکس بازار په سیمه کې صدر روغتون یواځنی لوی روغتون دی چې د پوره ظرفیت په وخت کې، ۲۰ ډاکټران پکې د سلګونو نارغانو درملنه کولای شي، خو اوس یې د ناروغانو شمېر دوه برابره شوی او ډاکټران هم د لومړي ځل لپاره د ناروغیو له نویو بڼو سره مخامخ دي.

د روهینګیا اکثره ټپیان په ډزو لګېدلي، یا د چړو ګذارونه پرې شوي او یا هم د جبري کډوالۍ له کبله، له رواني نارغیو کړېږي.

د صدر روغتون رئيس شاهین عبدالرحمن چودري اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې دوی دغسې وضعیت چې په تشدد کې دې دومره خلک ټپیان شوي وي، نه و لیدلی.

په سیمه کې شخړې او د مهاجرت لړۍ وروسته له هغې پیل شوې چې د تېرې اګست میاشتې په ۲۵ مه روهینګیا یاغیانو د میانمار د پولیسو او ملېشو پر پوستو بریدونه وکړل.

دغو یاغیانو ویلی وو چې دغه بریدونه یې د میانمار د امنیتي ځواکونو په وړاندې د خپل اقلیت قوم د خوندي کولو لپاره کړي دي.

خو د میانمار اکثریت وګړي بودایان دي او پوځ یې په ځواب کې ویلي چې سیمه به تصفیه کوي او د یاغیانو ریښې به له منځه وړي.

ډېرو کډوالو اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې د میانمار پوځ د روهینګیا ملکیان هم په نښه کوي، پر هغوی ډزې کوي او بشپړ کلي سوځوي.

عبدالکریم د دې روغتون په یوه بل کونج کې پر توشکې پروت دی، هغه اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې قهرجنو سرتېرو او بودایي راهبانو یې پر کلي برید وکړ، کورونو ته یې اور واچاوه او هره خوایې ډزې کولې چې یوه مرمۍ یې په کیڼه پښه او بله یې هم په ښۍ اوږه ولګېده.

د کریم د پښې ټپ دومره ژور دی چې ډاکټران یې ښایي پښه پرې کړي.

د هغه ورور عاصراحمد ویلي چې موږ هغه په بړستن کې تاو کړ او تر دې ځایه مو پر اوږو را ورساوه چې تر بنګله دېشه دغه سفر، څوورځې وخت ونیوه.

په لومړۍ اوونۍ کې دغه روغتون ته په ډزو لګېدلي ۳۰ ناروغان او په دوهمه اوونۍ کې ۵۰ تنه وروړل شول او د روغتون چارواکي یې دې ته اړ کړل چې په انګړ کې یې د روهینګیا د خلکو لپاره جلا څانګه پرانیزي.

چارواکي اندېښنه څرګندوي چې ښایي راتلونکو اونیو او میاشتو کې له دې زیات ټپیان روغتون ته وروړل شي.

د صدر روغتون مشر ویلي چې ښایي ناروغان په ډېر بد حالت کې وروړل شي، ځکه اکثره یې په خټینو لارو او د چټلو نهرونو له لارې چې هېڅ روغتیایي امکانات په لارو کې ورته نه برابرېږي، مزل کوي.

چودری ویلي، روغتون یې ډېرې مرستې او پیسو ته اړتیا لري چې وکولای شي، په راتلونکي کې ټپیانو ته لازم روغتیایي خدمات ورسوي.

XS
SM
MD
LG