د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

م.م: بنګله دېش ته د کډوالو روهينګيا مسلمانانو شمېر ۳ لکو ته ورسېد


ملګرو ملتونو ويلي چې د اګست د مياشتې له ٢٥ مې د ميانمار له راخين ايالت څخه نېږدې ٣ لکه روهينګيا مسلمانان، ګاونډي هېواد بنګله دېش ته کډه شوي دي.

د پخوانۍ برما يا ميانمار پناه غوښتونکي لا هم ډلې ډلې ګاونډي هېواد بنګله دېش ته روان دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ وياند جوزيف تريپورا ويلي، د اګست مياشتې له ٢٥ مې د ميانمار د راخين ايالت د هغو روهنيګيا مسلمانانو شمېر تقريباً درې لکو ته رسېدلى چې ګاونډي هېواد بنګله ته يې پناه وړې ده.

له خپلو مېنو دغه بېځايه شوي کسان مجبور شوي چې تر بنګله دېشه پر سرحدي لارو ٢٨٧ کېلو متره په پښو يا هم کښتيو کې مزل وکړي.

په ګاونډي هېواد بنګله دېش کې هم دغو پناه غوښتونکو ته په ځانګړو شويو کمپونو کې د دوى تر منځ د خوړو او اوبو پر سر جنګونه شوي دي.

په بنګله دېش کې يوه کليوالي مشر عزيز الدين روېټرز اژانس ته په خبرو کې وويل، حکومت ورته لارښوونه کړې، څو هغو کسانو ته چې تازه دغه هېواد ته اوړي، خواړه او نور ضروري مواد برابر کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو پنځو یا شپږو ورځو کې د روهينګيا شااوخوا ۶۰ زره وګړي سيمې ته رسېدلي دي، موږ هغوى ته د بشردوستۍ له مخې، خواړه ورکوو، ځکه دوى وږي دي، اوس مو له حکومت څخه دستور واخېست چې اول دوى ماړه کړو، بيا ورته وسايط برابر کړو، څو ژر تر ژره د ژوند لپاره ټاکلي ځاى ته ولېږدول شي."

هغه کسان چې بنګله دېش ته کډوال شوي، تور لګوي چې د ميانمار يا پخوانۍ برما امنيتي ځواکونو او افراطي بودايانو د دوى کورونه او کلي سوځولي دي.

خو د ميانمار حکومت وايي، امنيتي ځواکونو د هغو حملو په وړاندې ځوابي اقدامات کړي چې تېره مياشت د روهينګيا افراطي وسله والو د پوليسو پر پوستو کړې وې.

د ميانمار د مسلمانانو په ملاتړ د افغانستان په ګډون په څو اسلامي هېوادونو کې، مظاهرې هم شوې دي.

د مظاهرو تر څنګ په ځينو هېوادونو کې د روهينګيا کډوالو لپاره د بشري مرستو راټولولو چارې هم چټکې شوې دي.

ماليزيا په بنګله دېش کې دغو کډوالو ته د شنبې په ورځ په بشري مرستو بار يوه الوتکه ولېږله.

XS
SM
MD
LG