د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

د میانمار حکومت او اونګ سان سوچي له سختو انتقادونو سره مخ دي


د میانمار یا برما حکومت او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې اونګ سان سوچي په دې هېواد کې د مسلمانانو د ځپلو په خاطر، له سختو انتقادونو سره مخامخ شوې ده.

په راخین کې د مسلمانانو په وړاندې له کلونو کلونو ناوړه چلند سره سره، د روهینګیا اقلیت له خوا تر ډېره تشدد نه و لیدل شوی، خو د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اراکان په نوم وسله والې ډلې چې ځان ته د روهینګیا د ژغورنې پوځ وايي او ډېره پېژندل شوې هم نه ده، د میانمار پر سرحدي پوستو برید کړی.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونګې ملالۍ یوسفزۍ او ځیني اسیايي اسلامي هېوادونه د هغو انتقادونو مشري کوي چې په میانمار کې د روهینګیا مسلمان اقلیت د ځپلو په خاطر د میانمار پر حکومت او د نوبل د سولې د جایزې پر ګټونکې برمایي رهبرې اونګ سان سوچي کېږي.

اونګ سان سوچي چې عملاً د میانمار د ملکي مشرې په توګه ګڼل کېږي، له دې کبله چې له روهینګیا مسلمانانو سره د تشدد په وړاندې پټه خوله پاتې شوې، له سختو انتقادونو سره مخامخ ده، ځکه د دې کړکېچ له پیله تر دې دمه یې څه نه دي ویلي.

ملالې یوسفزۍ پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه بیان کې ویلي، هر ځل چې خبرونه اورم، د روهینګیا مسلمانانو ته مې زړه ټوټې ټوټې شي.

ملاله چې د طالبانو له یوه برید څخه ژوندۍ پاتې شوې، زیاتوي چې په تېرو څو کلونو کې مې له روهینګیايي مسلمانانو سره چلند په وار وار غندلی، خو تر اوسه هم منتظره یم چې د نوبل د جایزې ګټونکې اونګ سان سوچي به ورته اقدام وکړي.

د روهینګیا مسلمانانو کړکېچ له ګاونډيو اسلامي هېوادونو سره د میانمار ډيپلوماټیکې اړیکې هم له خطر سره مخامخ کړي دي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو «Joko Widodo» په میانمار کې د تشدد د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې، د ده له وینا څو ساعته مخکې، په جاکارتا کې د میانمار سفارت ته یو پټرولي بم ورګوزار شو او له هغه مخکې پولیسو په همدې سفارت کې، د بمي حملو دوه هڅې شنډې کړې او همداراز لسګونو کسانو د دې سفارت په وړاندې مظاهره وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، د تشدد په پېښو کې د روهینګیايي مسلمانانو د مړو د شمېر د زیاتېدو او له خپلو مېنو د هغو د جبري ایستلو له کبله، ژوره اندېښنه لري.

په مالیزیا کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، هم په تېرو څو ورځو کې په میانمار کې د تشدد په وړاندې اعتراضونه وشول.

د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق په یوه بیان کې چې پر ټوېټر خپور شو، ویلي چې هغه ویروونکې ستونزې چې زموږ روهینګیا ورونه او خویندې ورسره مخامخ دي، د میانمار او سیمې د ښیګڼې لپاره باید حل شي.

څارونکو له مودو راهیسې اټکل کاوه چې له روهینګیا مسلمانانو سره دا ډول چلند ښايي، د وسله وال مقاومت او د نړیوالو جهادي ډلو د ملاتړ باعث شي.

د راپورونو له مخې، د میانمار په لوېدیځ رخین «Rakhine» ښار کې د دولتي ځواکونو او اسلامپالو وسله والو تر منځ د جګړو له تودېدو وروسته، په تېرو ۱۰ ورځو کې شااوخوا ۹۰ زره روهینګیايي مسلمانانو خپل کورونه پرېښي او بنګله دېش ته کډه شوي دي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې سیمه کې له څو کلونو راهیسې د مسلمانانو او بودایانو تر منځ نښتې کېدې او روهینګیا مسلمانان نژادي، توپیر یا «اپارتاید» ته له ورته ستونزو او د ازادانه تګ راتګ له محدودیتونو سره مخامخ وو، خو تېر کال په اکتوبر میاشت کې په دې سیمه کې تشدد وروسته له هغه زور واخېست چې د روهینګیا وسله والو یوې ډلې پر سرحدي پوستو حملې وکړې.

ملګروملتونو ویلي چې د میانمار پوځ ښايي د دې وسله والو پرضد د ځوابي اقداماتو په ترڅ کې په قومي تصفیې لاس پورې کړی وي.

XS
SM
MD
LG